پرعبدالسمیع فیضي برید؛ له راتلونکې سیالۍ پاتې شو

د جولای په ۱۱ مه د تېرې یکشنبې په ماسختن د هېواد د ازادو رزمي سیاليو پر اتل لوبغاړي عبدالمسیع فیضي نامعلومو کسانو برید کړی و، چې هغه یې په سر برخه کې په سیخ، بوکس پنجو او چاقوګانو وهلی و؛ خو نوموړي د جولای په ۱۸ مه د یکشنبې په ورځ له پېښې اووه ورځې وروسته په خپله فیسبوک پاڼه په لایف کې وویل چې اوس ښه دی؛ خو له راتلونکې لوبې پاتې شو.

 

د برید کیسه د فیضي له قوله

فیضي وایي د تېرې یکشنبې په ماخستن نږې اته نیمې بجې په بګرامیو سیمه کې له خپل تمریناتي کلب څخه راووت، چې له کلب څخه لږ لېرې شو؛ نو یو تور لېنډکروزر موټر یې مخ ونیوله، څلور کسان ترې راښکته شول، چې سیخان، چاقوګان او بوکس پنجې ورسره وې، عبدالسمیع فیضي وایي ده فکر وکړ، چې غله دي، د ده په موټر پر خوا راروان شول، فیضي وایي په دوو یې د تمانچې ډزې وکړې، چې ټپیان شول او دوو نورو سره په جګړه کې ښکېل شو؛ نو هغوی دی په سیخ په سر برخه کې وواهه، د سترګو برخه کې یې په بوکس پنجه او چاقوګانو وواهه.

هغه زیاتوي چې په ده وینې راماتې شوې او له دې وروسته خلک وتښتېدل، د ده په ټکو چې خلکو فکر وکړ، چې فیضي یې ړوند کړ؛ خو خدای رحم وکړ، چې دی بچ شو او اوس ښه دی.

هغه وایي برید کوونکو مخونه پیچلي وو او ده ونه پېژندل؛ خو موخه یې دا وه چې دی له راتلونکې لوبې محروم کړي، چې دې برخه کې بریالي شول.

فیضي وړاندې زیاتوي چې دی نشي کولای د ټپو له امله لوبه کې برخه واخلي.

نوموړي په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، چې د ده راتلونکې لوبه له چا سره او کله ده.

هغه وایي که چېری دی یاد برید کوونکي وپېژني بې له ویشتلو یې نه پرېږدي.

ده په حمله کوونکو دوه ډزې کړي، خو په تمانچه کې یې پنځه مرمۍ وې، چې درې یې بې ځایه ولګېدې او دوه یې پر حمله کوونکو لګېدلې وې.

فیضي وویل چې په چا دعوه نه لري او له چا سره یې ستونزه هم نه لرله؛ خو څه موده وړاندې یې له بازمحمد مبارز سره لفظي شخړه راغلې وه.

عبدالسمیع فیضي د افغان د ازادو رزمي سیالیو یو اتل لوبغاړی دی، چې په کور دننه یې له زیاتو لوبغاړو لوبې ګټلي او بهر کې یې هم د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې لرلي دي.

هغه نږدې دوه میاشتې وړاندې په روسیه کې خپل یو سیال مات کړ او بریا یې خپله کړه.

 

وروستي مطالب