Advertisements
سپورټ

پخوانی هندي کیپتان وايي، د افغانستان سره د ټیسټ لوبې مهال ویش ناسم جوړ شوی

لیکنه: ياران

په داسې حال چې په هندي رسنیو کې په دې اړه بحث روان دی چې د هندوستان د کرکټ ټیم کپټان ویرات کوهلي باید د افغانستان سره په تاریخي ټیسټ لوبه کې ګډون وکړي او که په انګلیستان کاونټي کرکټ کې د ګډون لپاره هلته ولاړ شي، ددې هیواد د کرکټ پخواني کیپتان دلیپ وینګسرکار د انګلیستان ته د هند د کرکټ د ټیم له سفر مخکې د افغانستان سره د ټیسټ لوبو د مهال ویش په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

نوموړي ویلي” زه فکر کوم چې د افغانستان سره ټیسټ لوبې مهال ویش په ناسمه توګه جوړ شوی دی. په هندوستان کې د کرکټ د کنټرول ادارې یا (BCCI)
باید د انګیستان پر سفر تمرکز کړی وی، ځکه زه پوهیږم چې د هند کرکټ ټیم انګلیستان ته ځي.“

نوموړي زیاته کړې” دې کې شک نه شته چې د راتلونکي سفرونو پرواګرام ته پام پکار دی، ټیسټ لوبې هم له پامه غورځول نه دي پکار چې باید موږ ورته تړلي پاتې شو. خو د افغانستان سره لوبه مهمه ټیسټ لوبه دی. دا باید داسې ساده ونه نیول شي.“

د هند د کرکټ د ټیم دې پخواني کیپتان دلیپ وینګسرکار چې د جمعې په ورځ د کرکټ په یو مناسبت کې خبرې کولې وړاندې وویل” د افغانستان سره دې ټیسټ لوبې ته باید په ساده نظر ونه کتل شي. دا د افغانستان لومړنۍ ټیسټ لوبه ده، او زه باور لرم چې افغان کرکټ ټیم غواړي په دې لوبه کې په نړیوال کچ ځان مستحکم کړي.“

د افغانستان او هندوستان ترمنځ تاریخي ټیست میچ د جون له ۱۴ مې نیټې څخه تر ۱۸ نیټې پورې د هندوستان په بنګلور کې پلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان د کرکټ د ټیم د انګلیستان سفر په جولای میاشت کې پیلیږي.

وینګسرکار د ویرات کوهلي د هغې پریکړې ملاتړ کړی چې د افغانستان سره په ټیسټ لوبه کې د ګډون پر ځای د انګلیستان په کاونټي کرکټ کې د تجربې د تر لاسه کول غوره ګڼلي دي.

وینګسرکار د ویرات کوهلي د هغې پریکړې ملاتړ کړی چې د افغانستان سره په ټیسټ لوبه کې د ګډون پر ځای د انګلیستان په کاونټي کرکټ کې د تجربې د تر لاسه کول غوره ګڼلي دي.

وینګسرکار وايي” دا ښه پریکړه ده، هغه به وخت ولري چې هلته د هندوستان د ټیم د راتلونکو لوبو لپاره شرایط وارزوي. د ویرات کوهلي وروستی سفر انګلیستان ډیر ښه نه و. خو دا چې کاونټي کرکټ دی، دا د ویرات کوهلي لپاره ډیر مهم دی. ځکه خو نوموړي ډير غواړي چې هلته و اوسي.“

یو شپیته کلن وینګسرکار او د هند د کرکټ ټیم دې پخواني کیپتان همداراز د افغانستان سره د ټیسټ میچ لپاره د انګلیستان څخه د نورو هندي لوبغاړو راګرځول هم ناسمه پریکړه بللې ده.

انګلیستان ته په پخوانیو دوو سفرونو کې هندوستان پرلپسې ماتې خوړلې وې. خو وینګسرکار هیله لري چې دې هیواد ته د هندي ټيم د جولای د میاشتي سفر به له بریاوو ډک وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران