ليکنه: مدثر دعوت
منيرکاکړ هغه نوم دی چي په فړسټ کلاس کريکټ کي تربل هر توپوهونکي بريالی دی،خو لا تر اوسه کريکټ بورډ ورته په ملي لوبډله کي د لوبيدو چانس ندی ورکړی.
منير له کندهار ولايت څخه دی او له کندهار ولايت ياهم په عموم کي د جنوب غرب حوزې څخه هيڅ کريکټر په ملي لوبډله کي نسته.
څو ورځي وړاندي د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر کريم خان صادق پرخپلي رسمي فيسبوک پاڼي د منير کاکړ د وړتيا يادونه کړې او ليکلي يې دي:
(( کندهاری ويکټ کيپر منير احمد کاکړ فړسټ کلاس لوبو کي ۴۵ ، په ۵۰ اووريزو لوبو کي ۶۷.۴۲ او په ۲۰ اووريزو لوبو کي ۴۰ اوسط لري. د قندهار لوبغاړي هم حق لري چي ملي ټيم ته راشي))
کريم صادق يو ملي لوبغاړی دی لوبډلمشر تير سوی او يو غوره کوچ هم ، همدارنګه په کريکټ بورډ کي دخيل لوبغاړی دی نوځکه د بورډ حساسيتونه،پلانونه او د نظر ليدلوری يې ورمالوميږي.
کريم خان صادق دا درک کړې چي کريکټ بورډ کي ستونزي سته او هغه لوبغاړي چي مافيا يې ترشا نه وي،شناخت ونلري او په يوې مالومي ساحې پوري مربوط نه وي په کريکټ کي پرمختګ نسي کولای.
منيرکاکړ تير کال هندوستان ته هم په تمريناتي کمپ کي واخيستل سو په تمريناتو کي يې هم ترهيڅ ځوان لوبغاړی کمه کارګردګي نه ده ښودلې،په اسياجام کي واخيستل سو خو يوازي يې د ننداره چيانو په څير د لوبي شپږيزي او يکټي حسابلې.
که د کريکټ بورډ څخه د هغو ځوانو لوبغاړو په اړه چي ورور يايې هم کوم بل څوک په ملي لوبډله کي شتون ونلري د نه اخيستلو پوښتنه وکړې نو بيايې دليل منزلونه دي چي بايد لوبغاړي پوړ پر پوړ ترملي لوبډلي ځان ورسوي.
خو ځيني داسي لوبغاړي چي په يوه ټورنمينټ کي يې ګډون کړی وي،ملي لوبډلي ته راغلي پداسي حال کي چي په ۱۰ لوبو کي نيمه سليزه هم نلري، دې ته ورته ځيني لوبغاړي ملي لوبډلي ته راغلي هم وي،وړتيا هم لري خو يوازي د اوبو ځغلولو دنده په غاړه لري.
د غوراوي کميتې نوي مشر انډي مولز ويلي وه چي هغه لوبغاړو ته به چانس ورکوي چي وړتيا ولري خو ايا انډي مولز اوس د سترګو ناروغي لري که د يوې مشخصي کړۍ تر تاثر لاندي راغلی دی؟!
مهمه نده چي منيرکاکړ کندهاری دی،او داهم ډيره بده نده چي دستګيرخان هلمندی دی خو يوه خبره چي ترلمر روښانه ده هغه وړتيا ده چي هيڅکله يې څوک پټولای نسي.
منير هغه لوبغاړی دی چي د غازي امان الله خان په نوم ټورنمينټ کي يې په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰ ترټولو تيزي منډي پوره کړلې پداسي حال کي چي د افغانستان کريکټ ډير باتجربه لوبغاړي هم لري خو دمنير دا لاسته راوړنه په يوازي ۲۳ لوبو کي ده.
همدارنګه نوموړي په همدې ټورنمينټ کي په ۷۰ اوسط سره ۴ سليزي او ۵ نيمه سليزي هم وهلي دي،چي ټولټال منډي يې ۱۰۴۴ دي.
۲۳ کلن منير کاکړ په ۲۳ څلور ورځنيو لوبو کي هم په ۶۰ اوسط سره ۵ سليزي وهلي او ترټولو ډيري منډي يې په يوه لوبه کي ۲۱۰ دي.
اوس به قضاوت څوک کوي؟
ولس،انډي مولز،نوروز منګل او که به لاهم منيرکاکړ په همدې پړسټ کلاس کريکټ کي خپله ځواني تيروي او ترځان د کمزورو لوبغاړو لوبه به په تلويزيون کي ننداره کوي.
منير ته ورته د بهيرمحبوب سره هم کريکټ بورډ ظلم او ناځواني کوي!
بهير محبوب د کورني کريکټ يوبهترين لوبغاړی دی خو د غوراوي کميټه هيڅ پام نه ور اړوي.