پاکستان: ۱۸۲ زره افغانان د وېزو له لارې راغلي دي

پاکستان وایي روان کال شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغه وروسته چې د وېزې ورکړه انلاین شوې ده، اسانتیا پکې راغلي نو شاوخوا ۱۸۲ زره کسان پاکستان ته د وېزو له لارې ورغلي دي.

نوموړی وایي له دې ډلې ۱۲ زره یې د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، له څلوېښتو زرو تر پنځوسو زرو یې د ملګرو ملتونو له لارې په بېلو هېوادونو کې د پنا غوښتنه کړې ده او ځينې یې بیا په دې هېواد کې مېشت شوي دي.

پاکستاني لوري ویلي چې دوی د وېزې ورکړه نوره هم اسانه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانانو ستونزې حل کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د طا لبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي.

د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر څنګ یې په دې کې د افغانانو ښه استعدادونه شته چې په بهر کې په بې مانا کارونو بوخت وي.

هغه پر والیانو غږ کړی چې د خلکو ستونزې واوري، دوی ته شته ګواښونه له منځه یوسي او خلک وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.

دغه اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت او اقتصادي بې ثباتۍ له امله زرګونه کسان بهرنیو هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې ډېر کله له سختو لارو تېرېږي او د سر خطر ورته جوړېږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله