اپریل 13, 2021

پاکستان و هند ته: که اسيا کپ ته نه راځئ نړيوال جام ته نه درځو!

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
که هندۍ لوبډله سږکال پاکستان ته ولاړه نسي، راتلونکی کال پاکستانۍ لوبډله هم هند ته نه ځي.
د پاکستان د کريکټ بورډ مرستيال وصيم خان ويلي که هندۍ لوبډله د اسيا کپ پر مهال په پاکستان کي لوبو ته زړه ښه نه کړي نو ددوۍ لوبډله به هم د ۲۰۲۱ز کال شل اووريز نړيوال لپاره هندوستان ته ولاړه نسي.
وصيم خان وايي پاکستان چمتو دی چي په ډاډمنه فضا کي نړيوال کريکټ ترسره کړي خو دا چي اسيا کپ په راتلونکي سپټمبر مياشت کي دی او يو ځل بيا هندوستان غواړي د پاکستان د کوربتوب خنډ سي موږ هم په ځواب کي د ۲۰۲۱ز کال نړيوال جام څخه بايکاټ کوو.

وصيم په لاهور کي خبريالانو ته وويل: د مهالويش له مخي د کريکټ اسيايي شورا موږ ته دا حق راکړی چي بايد د اسيا کپ کوربتوب وکړو،پداسي حال کي چي بنګلديش او سريلانکا خپلي لوبډلي راوليږلې او هغوی په پوره ډاډ سره لوبي وکړې، دادی د سويلي افريقا سره مو هم خبري رواني دي،شايد په فيبروري يا مارچ مياشت کي ورسره سيريز وکړو،موږ ته حق راکړل سوی په هيڅ صورت سره نه غواړو چي اسيا کپ په بل هيواد کي ترسره سي.
د هندوستان کريکټ بورډ لا تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي خو د دواړو هيوادونو د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو د خرابتيا له کبله هند او پاکستان يوازي په ليګونو او ټورنمينټونو کي سره مخ کيږي.
په ۲۰۱۶ز کال شل اووريز نړيوال جام کي پاکستانۍ لوبډله هند ته تللې وه.
هندۍ لوبډله تر ۲۰۰۸ز کال وروسته د ټيسټ لوبو لپاره پاکستان ته نده تللې .
سږکال شل اووريز نړيوال جام په اسټراليا کي ترسره کيږي، د اسيا کپ کوربتوب د پاکستان حق دی خو که هند زړه ښه نه کړي نو په عربي اماراتو ياهم بنګلديش کي به ترسره سي، همدارنګه راتلونکي کال کي هم شل اووريز نړيوال جام د چمپينز ټراپۍ پرځای ترسره کيږي چي کوربتوب به يې هند وکړي،او افغانستان پکښې بيله د غوراوي لوبو مستحق دی او لا له وړاندي يې پکښې د لوبيدو چانس ترلاسه کړی.
پاکستان د نړيوالو لوبډلو په کوربتوب سره هڅه کوي ترڅو روان کال اسياکپ، همدارنګه ۲۰۲۳ز کال څخه تر ۲۰۳۱ز کال پوري چي ۳ نړيوال جامونه ترسره کيږي د هغوی د کوربتوب لپاره خپل هيواد پر شرايطو برابر کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ