پاکستان: هېڅکله به د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نشي

د پاکستان پارلمان ته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوري د افغانستان پر روان وضعیت معلومات ورکړل شوي دي.

په دغه غونډه کې د پارلمان غړو، وزیرانو، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پوځ ویاند په کې ګډون کړی و.

د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې دوی په افغان سولې بهیر کې خپل رول لوبولی او خاوره به يې د افغانستان پر ضد استعمال نه شي.

تردې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ويلي، ټولو سیاسي ګوندونو په روانو حالاتو کې د پوځ ننګه کړې او ټول يې ملاتړ کوي.

د پاکستان امنيتي چارواکو او پارلمان د کمېټې تر منځ دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې بهرني ځواکونه له افغانستان په وتو او په دې وروستيو کې جګړې زور اخيستی دی.

بلخوا وروسته تر هغه چې عمران خان وویل، له دې وروسته به له امریکا سره په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي د دغه هېواد د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري هم ټینګار کړی دی چې هیڅ هېواد ته به د چا پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.

نوموړې زیاته کړې چې پاکستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي خو هیچاته د بل هېواد پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

هغې دغه راز افغانستان کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي چې هېواد یې د یو باثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی.

مزاري دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې امریکا، افغانستان کې د ترهګرو د څارلو لپاره له پاکستان څخه د هوایي او ځمکنیو اډو غوښتنه کړې ده.