پاکستان له حمدالله محب څخه افغان حکومت ته شکایت کړی

پاکستان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په اړه افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام استولی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دې وروسته له حمدالله محب سره ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي او په سیاسي پرېکړو کې یې حضور نه مني.

پاکستاني لوري همدا راز د هغه خبرې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې دي.

پاکستاني سرچینې وايي چې په دې اړه جنرال باجوه هم خپله ګیله ولسمشر غني ته رسولې ده.

حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا وباله او ددغه هېواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې وکړې.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د ننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي.

نوموړي په دغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې د یو سرتاسري اوربند د ټینګېدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه ستره اندېښنه وګڼله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اروپایي وکیلانو ته وویل د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ د دې سبب شو چې د امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاس لیک شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او سیاسي تفاهم د پرمختګ یواځنۍ لار ده.

وروستي مطالب