پاکستان لا هم هندي غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې

پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې سره له دې چې پاکستان ویلي د هند غنمو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږدول شي خو تر دې دمه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره تم شوي چې پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې په دې محموله کې درمل او نور خوراکي توکي هم شته دي خو پاکستان یې پر وړاندې ډول ډول پلمې پلټي.

پاکستان داسې مهال دغه غنمو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې چې تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي وو، هند ته اجازه ورکوي چې خپل پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله