پاکستان د انګلستان په وړاندي سیالیو ته خپله ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندي درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبي ترسره کړي.
انګلستان او پاکستان هیوادونه لومړی درې ټیسټ لوبي د جولای له ۳۰مي بیا د اګسټ میاشتي تر ۲۴مي نېټې پوري ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هیوادونه درې شل آوریزه لوبي د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
دا ټولي لوبي د انګلستان هیواد په کوربتوب ترسره کیږي.

دې سیالیو ته تازه پاکستان کرکټ ملي لوبډلي خپله ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د پاکستان اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:
عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شین مسعود، اظهر علي، بابر اعظم، اسد شفیق، فواد عالم، حیدر علي، افتخار احمد، خوشدیل شاه، محمد حافیظ، شعیب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهیم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنین، نسیم شاه، شهین شاه افریدی، سهیل خان، عثمان شینواری، وهاب ریاض، عماد وسیم، کاشف بټي، شاداب خان او یاصر شاه.

د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کي مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور دغاړي ده.
پاکستان هیواد به په داسي مهال له انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبي ترسره کړي، چي انګلستان له هغه مخکي د ویسټ انډيز سره درې ټیسټ لوبي لري.
انګلستان په خپل کوربتوب د ویسټ انډيز سره لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه د جولای میاشتي په ۱۶مه او وروستۍ ټیسټ لوبه بیا د جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.
دې سیالیو ته ویسټ انډیزۍ لوبډله وار له مخي انګلستان ته رسېدلې او هلته یې د کورونايي اُصولو په پام کي نیولو سره تمرینونه پيل کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ