پاکستان: غواړو افغانستان په خپلو پښو ولاړ وي، چاته یې پر ضد اجازه نه ورکوو

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر معید یوسف وایي، چې هېواد به یې هیچاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي.

د تاجکستان په دوشنبی ښار کې د شانګهائي د امنیتي سلاکارانو شپاړسمې غوندې ته خپله وینا کې ډاکټر معید یوسف ویلي پاکستان افغانستان یو خپلواک، ،پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ هیواد لیدل غواړي.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې د ملي امنیت سلاکار ویلي د افغانستان دننه او بهر چې څوک د امنیت د له منځه وړلو هڅې کوي هغوی باید تر نظر لاندې ونطول شي.

نوموړي پخپله وینا کې دا نه ده څرګنده کړې چې افغانستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو هڅې څوک کوي خو تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ځلې په ګاونډي هیواد هند تورونه لګولي چې د افغانستان د سولې پروسه ګډوډول غواړي خو د خپلو دې تورونو په اړه یې هیڅ ثبوتونه نه دي وړاندې کړې.

معید یوسف زیاته کړې پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي.

پاکستان وخت نا وخت افغانستان کې د هند په رول هم اندېښنې ښایي خو افغان چارواکي وایي چې د یو ازاد او خپلواک هیواد په توګه نړۍ سره دخپلو ګټو په اساس اړیکې جوړولی او پاللی شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا له افغان سولې د خپل هېواد پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د هغه حکومت ملاتړ نه کوي چې د زور له لارې واک ته رسېږي.

نوموړي څرګنده کړې چې افغان بحران پوځي حل نه لري او دوی د هر هغه حکومت ملاتړي دي چې د افغانانو په خوښه رامنځته کېږي.

د پاکستان دولتي راډیو د قریشي له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي او په خبره یې په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د ټولې سیمې ثبات ګواښي.

د راپور له مخې، قریشي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې په تړاو ترسره شوې لیدنه کې کړې دي.

وروستي مطالب