اپریل 19, 2021

پاکستان د ترهګرو مالي ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې په خړ لیست کې پاتې شو.

دغې ادارې د خپلې څلور ورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان دې بیا هم په خړ نوملړ کې وساتل شي.

د یادې ادارې مشر مارکس پلېیر ویلي، چې دې هېواد په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړي او لا یې د دوی بشپړ اعتماد ندی تر لاسه کړی.

د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو او کله چې یې ټول شرطونه پوره کړل نوم به یې له لیست څخه و ایستل شي.

نوموړي له پاکستان په ټینګار غوښتي چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړې.

دا درېیم ځل دې چې پاکستان د نړیوالې څارونکې ادارې له لوري په دې نوملړ کې پاتې کیږي.

بل طرف بیا پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسې وايي، چې په افغانستان کې نور د طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام نه ورکوي او نه غواړي، چې یاد هېواد دې یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل شي.

پاکستان داسې مهال په خړ لیست کې پاتې کېږي چې په دې وروستیو کې ډېری پاکستاني چارواکي د ځانونو د سپیناوي هڅه کوي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې د افغان سولې خبرو پر وړاندې ځینې خنډونه شته خو د وخت په تېرېدو به ټولې ستونزې اوارې شي.

افتخار زیاته کړې چې په دې برخه کې د پاکستان مثبت رول ښکاره دی او په وینا یې امن افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی.

نوموړي څرګنده کړې، ټول په دې باور لري چې پاکستان په دې برخه کې پام وړ همکاري کړې او کوي یې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي