پاکستان د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې رد کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې رد کړې، چې ګنې د پاکستان پوځ سپین بولدک کې د افغان هوايي ځواک د اقدام خبرداری ورکړی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان قلمرو کې د خپلو نظامیانو او خلکو ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو تیاری لري.

د یادونې ده چې د پاکستان په اړه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو په کور دننه هم ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

صالح تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک افغان پوځ او هوايي ځواکونو ته رسمآ اعلان کړی چې د سپین بولدک لاره کې د افغان طالبانو د شړلو لپاره هر ډول حرکت به يې د دوی له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

د صالح دې څرګندونو ته د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل لیکلي، چې که د نوموړي څرګندونې ریښتیا او سمې وي دولت باید په دې اړه رسمي اعلامیه خپره کړي، لویه جرګه دې راوغوښتل شي او په دې اړه دې ملي پرېکړه وشي.

نوموړي ویلي، که دغه ډول اقدام ونشي نو دا هسې یو شعار او فیسبوکي کمپاین دی چې صالح یې د ځان لپاره کوي.

نبیل دغه راز ویلي، چې پاکستان ٢٠ کاله کیږي، چې د ترهګرو لپاره يې خوندي پټنځای ورکړی او ملاتړ يې کوي.

بلخوا امرالله صالح د دې خبرې په ځواب کې چې ګواکې د پاکستان د هوایي ځواک خبرداری جعلي دی، په یو بل ټویټ کې ویلي، چې که څوک د ده په خبره شکمن وي نو دی چمتو دی چې ثبوت ورسره شریک کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوایي ځواک یو چارواکی رسنیو سره پخپل غږېز پیغام کې دا دعوه هم کوي چې له دوی سره د خپلو دغو خبرو د ثبوت لپاره تصویرونه، غږونه، او د چورلکو د پرواز د کرښو نقشې هم شته.

افغان حکومت تر دې مخکې پاکستان له وسلوالو طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی چې پاکستان یې تورونه په کلکه رد کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پر هوایي ځواک له طالبانو سره د مرستې تورونه لګېږي.

وروستي مطالب