پاکستان: تر نړیوالو مخکې نوی حکومت په رسمیت نه شو پېژندلی

پاکستان وایي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان طا لبان په رسمیت نه شي پېژندلی تر هغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.

دده په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شي او دلته د نوي حکومت پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.

منصور احمد خان وایي د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړي.

پاکستاني لوري ویلي تر هغه ددې چارې امکان نشته چې طا لبان بشري حقونه رعایت نه کړي، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې نه شي او د نړیوالې ټولنې شرایط پوره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان ا.ا له اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني.

د افغانستان د نوي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې عرب رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په جوړېدو ده، نو له همدې امله له ټولو اسلامي هېوادونو غواړي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د مجاهد په خبره دوی له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي نو له همدې امله د یاد سازمان غړو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دلته نوی جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د ا.ا اسلامي امارت له واک ته رسېدو شاوخوا څلور میاشت کېږي خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې لټه کې دی چې نړیوال د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندلو ته قانع کړي خو تر دې په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله