پاکستان افغانستان ته د هند د غنمو د ترانزیت اجازه ورکړه

د پاکستان کابینې تائید کړه چې خپل سیال هېواد هند ته یې اجازه ورکړي څو ددغه هیواد له خاورې افغانستان ته د غنمو د لیږد لپاره کار واخلي.

د لومړي وزیر عمران خان دفتر ویلي دي چې اسلام آباد به هم د هند په اندازه ۵۰ زره مټریکه ټنه غنم افغانستان ته واستوي.

د عمران خان په مشرۍ د کابینې له غونډې وروسته د هغه هیواد د معلوماتو وزیر فواد چوهدري یوه خبري کنفرانس ته وویل:”موږ د هند له خوا افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو د لیږد اجازه ورکړه.”

نوموړي وویل که څه هم نوي ډهلي ددې اعلان په اړه څه ندي ویلي خو زیاته یې کړه پکار ده چې له افغانستان سره له هرې لارې بشري مرستې وشي.

د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې اسلام آباد به د ۲۸.۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغو مرستو کې به د ۵۰ زره مټریکه ټنه غنمو په ګډون، خوراکي توکي، د بیړنیو صحي خدماتو تجهیزات، ژمنۍ سرپناوي او نور مواد شامل وي.

پاکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې هند ویل چې پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم یې له خاورې په استفادې افغانستان ته و رسول شي.

هندي چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي.

هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده، خو پاکستان دغه لاریو ته اجازه نه ورکوله چې له خاورې یې تېر شي او افغانستان ته ورسېږي.

عمران خان بیا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د یادو غنمو د ترانزیت اجازه به ورکړي، خو تر اوسه دغه ژمنه عملي شوې نه ده.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپلو څرګندونو کې وویل، چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې له پاکستان غوښتنه کړې، څو د ځمکې له لارې زرګونه متریک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقال اجازه ورکړل شي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله