سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستانۍ کریکټ لوبغاړې: هیچا نه پیژندم چې زه جینۍ یم!

لیکنه: بهار سمسور

نیدا دار هغه پاکستانۍ پېغله ده، چې د اسټرالیا د ښځو په تجارتي لیګ ( ومېن بېګ باش لیګ) کې لوبیږي. هغه وايي:

“کله مې چې کریکټ کاو، نو له هلکانو سره به بوخته وم،هغوی په دې نه پوهیدل چې زه جینۍ یم، خو کله چې پوه شول زما سره يې علاقه او تشویق نور هم زیات شول.”

نیدا دار وايي، له خپل ورور او تره زوی سره به يې په کوڅه کې زیاتره وخت کریکټ کاو، چې وروسته بیا دا خبره تر لوبغالي ولاړه.

۳۲ کلنې پاکستانۍ کریکټرې له اېس بي اېس رسنۍ سره په مرکه کې زیاتوي؛ هیڅوک په دې نه پوهیدل، چې زه جینۍ یم، هر چا به چې لیدم نو د هلکانو په څېر به يې راسره برخورد کاو،خو کله چې پر دې پوه شول، بیا نو هر چا هر وخت غوښتل چې زه ورسره کریکټ وکړم.

میرمن دار وايي؛ په پکستان کې د ښځو ژوند هم ګران دی، کریکټ خو پرېده، دا سخته وه چې زه دې په لویدو سره کریکټ وکړم او بیا دې د پاکستان د ښځو لوبډلې ته راشم.

ندا دار چې د خپل برید کونکي توپ وهنې له وجهې يې د بوم بوم افریدي لقب هم وړی، زیاتوي، غواړي د پاکستان د ځو د کریکټ لوبډلې یوه داسې غړې شي لکه شاهد افریدي او خلک راته د بوم بوم افریدي نوم یاد کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی