پاکستانۍ لوبډله په پښتنو راټوله ده!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: سمیع الله درانی
پاکستانۍ لوبډله کې په وروستیو کې د پښتنو لوبغاړو راتګ زیات شوی دی؛ په تېر کې هم دې لوبډله کې شاهد افریدي، یونس خان، احمد شهزاد، عمر ګل او نور لوبغاړي پښتانه وو؛ خو په دې وروستیو کې په دې لوبډله کې یو ځل بیا د پښتنو شتون زیات شوی دی.
دا د نورو برخو ترڅنګ په کرکټ کې هم د پښتنو لوبغاړو وړتیا په ګوته کوي.
اوس تازه د پاکستان کرکټ لوبډله کې شان مقصود، شاهین افریدی، نسیم شاه، یاسرشاه، فخرزمان، عمران خان او افتخار احمد پښتانه لوبغاړي دي.
پاکستان، اسټرالیا ته د ۶ پښتنو لوبغاړو په شتون کې سفر کړی دی، لومړۍ ټېسټ لوبه پاکستان په ۵ منډو او یوه پاڼۍ وبایلله.
دویمه ټېسټ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۲۹ مه نېټه په اډیلایډ سیمه کې پیل شوې ده.
اسټرالیا د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۹ منډې کړي دي، چې ډېوېډ وارنر پکې ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
مېچل سټارک د پاکستان شپږ لوبغاړي په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې سوځولي دي او یو یې اوس سوځولی دی.
د پاکستانۍ لوبډلې پښه یو ځل بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ښویدلې ده، بابراعظم ۹۷ منډې؛ خو پښتون لوبغاړي یاسر شاه بیا ۱۱۳ منډې وکړې او د پاکستان منډې یې تر ۳۰۲ منډو پورې ورسولې.
پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ډېوېډ وارنر منډې هم په ټوله لوبډله ورپوره نه کړې.
د پاکستان لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې یاسر شاه ۴ وېکټې واخېستې.
دویمه لوبه کې شاهین افریدي بیا د اسټرالیا درې لوبغاړي اوټ کړي وو.
که وګورو نن سبا له پآکستانۍ لوبډلې سره په ښه کچه لوبغاړي پښتانه دي او د لوبډلې ملایې ورتړلې ده.
دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې د پاکستان درې لوبغاړي، لکه امام الحق په صفر، ازهرعلي په ۹ منډو او بابراعظم ۸ منډې کړي دي؛ چې درې واړه یې پښتنې سیمې پورې تړاو نه لري.
د پاکستانۍ لوبډلې پښتانه لوبغاړي
download پاکستانۍ لوبډله په پښتنو راټوله ده!
شان مقصود د کوټې یا کويئټې ښار اوسېدونکی دی، ۳۰ کاله عمر لري او د توپ وهنې الراونډر دی.
شان مسعود په کیڼ لاس توپ وهنه کوي.
یاسر شاه؛ د پاکستان د سوابۍ سیمې اوسېدونکی دی، په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي او په ښي لاس توپ وهنه کوي.
شاهین افریدي بیا د خېبر پښتونخوا د خېبر ایجنسۍ اوسېدونکی دی، چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی.
افتخار احمد د پېښور ښار اوسېدونکی دی او توپ وهنې الراونډر دی، دی ډېر چټک توپ وهونکی دی.
نسیم شاه چې ۱۶ کاله عمر لري، د پېښور ښار اوسېدونکی دی، په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.
عمران خان چې ۳۲ کاله عمر لري د کوز دیر اوسېدونکی دی او په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.
دا ټول لوبغاړي اوس له پاکستانۍ لوبډلې سره مله دي، چې پښتانه دي.

About ياران ټیم 3414 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.