Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستانی کریکټ بورډ: نه غواړو له روزونکي ډلې سره قرارداد وغځوو.

لیکنه:بهار سمسور

د نړیوال جام له نیمایي او سیمې فاینل مخکې کورته په راګرځیدو د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د خلکو نظر تغیر موندلی،پر مشر روزونکي میکي ارتر او هم لوبډلمشر سرفراز احمد انتقادونو زور زور اخیست.دا نیوکې یوازې د مینوالو او کریکټ شایقینو نه ده،بلکې پخواني پاکستاني لوبغاړي هم په دې نیوکو کې شریک دي،چټک توپ اچونکي شعیب اختر او د ده د زمانې ویکټ ساتونکي کامران اکمل مخامخ په مرکو کې وویل؛روزونکی میکي ارتر نور باید رخصت کړل شي،سرفراز احمد د لوبډل مشرۍ لیاقت نه لري او کریکټ بورډ باید د دوی په اړه تصمیم ونیسي.

اوس پاکستاني کریکټ بورډ هم د روزونکي ډلګۍ په اړه خوله وازه کړې او وایي، دوی پلان نه لري،چې له روزونکي ډلګۍ سره د دندو قرارداد چې پای ته رسیدونکی دی بیا نوی کړي.دوی وایي له اوسني مشر روزونکي میکي ارتر،توپ اچونې روزونکي اظهر محمود،توپ وهنې روزونکي ګرانټ فلور او ټرینر ګرانټ لوډین سره د قرارداد د غځولو په اړه پلان نه لري.

د پي سي بي مشر احسان ماني وایي:


“دوی څلور قوانین لري،چې اوسنۍ روزونکې ډلګۍ په دې کې پاتې راغلې او دوی د خپل سیستم مطابق باید مخکې ولاړ شي.تېره ورځ د کریکټ بورډ کومیټې په ناسته کې پر دې بحث وشو،چې روزونکي باید بدل کړل شي.”

ماني د کریکټ بورډ په استازیتوب له اوسنیو روزونکو مننه کړې،چې تر دې بریده یې د لوبډلې ښه ملاتړ کړی دی.

مشر روزونکی میکي ارتر په ۲۰۱۶ کال کې پر دنده وګمارل شو،چې بیا د توپ وهنې روزونکی فلاور له لوبډلې سره یو ځای شو،خو اظهر محمود له دوی مخکې د توپ اچونې په برخه کې له لوبډلې سره و،چې د دوی په روزنه کې پاکستان ۲۰۱۷ کال ای سي سي چمپین ټراپي وګټله.

د دې روزونکي ډلګۍ پر مټ پاکستان کریکټ ملي لوبډله په شل اوریزه او ټېسټ درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسیده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی