
ټاکل سوې د پاکستان هیواد د کرکیټ سوپر لیګ یا پي ایس ایل نن پنجنشنبه په یو لړ خاصو مراسمو سره راپيل سي.
دا د دې لیګ پنځم پړاو دئ، چي ټولي سیالۍ به ئې د بهرنیو هیوادونو پرته په پاکستان کي دننه ترسره سي.
په دې لیګ کي ۶ لوبډلي اسلام آباد یونایټیډ، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پيښور زلمي او کویټه ګلډیټرز برخه والي دي، چي ټولي لوبډلي به یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.
د دې لیګ په لومړۍ لوبه کي نن ماښام ۸ بجې کویټه ګلډیټر د اسلام آباد یونایټيډ په وړاندي کراچي نړیوال کرکیټ لوبغالي کي ترسره کوي.
د دې لیګ پيل نن د فیبرورۍ میاشتي په ۲۰مه کیږي او د راتلونکي مارچ میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړي.
په دې لیګ کي د ګډونوالو لوبډلو سکواډونه په دې ډول دي:
اسلام آباد یونایټيډ:
لوبډلمشر شاداب خان، لوکي رونچ ویکیټ ساتونکی، امد بټ، فهیم اشرف، اصل علي، حسن تالات، محمد موسی، رضوان حسن، دالي سټين، کولين انګرام، کولین مونرو، رومان ریس، ظفر ګوهر، فهیل سالات، ډیویډ مالان، ریس وان ډیر ډسن، اصف بهادر او احمد صیف.
کراچي کینګز:
عماد وصیم لوبډلمشر، محمد رضوان ویکیټ ساتونکی، بابر اعظم، افتخار احمد، محمد امیر، امیر یمین، عمر خان، الیکس هیلز، کریس جورډن، شرجیل خان، کومیرون ډيلپورټ، علي خان، چدویک ولټن، ډن لاویرنس، امید اصف، میچل میکلینګن، لام پلنکیټ، اویس ضیا او ارشاد اقبال.
لاهور قلندرز:
سوهیل اختر لوبډلمشر، بین ډینک ویکیټ ساتونکی، محمد حافظ، شاهین افریدی، ډیویډ ویس، هاریس رووف، سلمان بټ، عثمان شینواری، فخر زمان، کریس لاین، سمیت پټیل، سیکوګي پرسانا، جهید علي، فضن خان ویکیټ ساتونکی، ډین ویلاس ویکیټ ساتونکی، لینډل سیمونز ویکیټ ساتونکی او دیلبر حسن.
ملتان سلطانز:
شین مسعود لوبډلمشر، روهیل نظر ویکیټ ساتونکی، شاهد افریدی، علي شفیق، محمد عرفان، محمد الیاس، جیمس وینس، جنید خان، موني علي، ریلي روسوو، زیشان اشرف، راوي بپورا، سوهیل تنویر، وین مادسین، خوشدیل شاه، پبین آلین، عثمان قدیر، عمران طاهر او بیلاول بهاتي.
پیښور زلمي:
ډیرن سامي لوبډلمشر، کمران اکمل ویکیټ ساتونکی، شهیب ملک، حسن علي، عمر امین، امام الحق، کیرون پولارډ، وهاب ریاض، تام بینټون ویکیټ ساتونکی، لام داوسون، لیوس ګریګوري، کارلوس بریتویت، محمد محسین، راحت علي، عادل امین، دیوان پریټوریس، لام لیوین ګسټون، حیدر علي، محمد امیر خان، ا امیر علي.
کویټه ګلډیټرز:
سرفراز احمد لوبډلمشر او ویکیټ ساتونکی، عمر اکمل، احمد شهزاد، احسن علي، بین کټینګ، محمد حسن، محمد نواز، نسیم شاه، شین واټسن، جیسن روی، فواد احمد، تایمل میلز، عبدل نصیر، سهیل خان، خرام منظور، کیمو پاوول، آرش علي خان، عظم خان ویکیټ ساتونکی او زاهد مهمو.
د دې لیګ د تېر کال اتلولي کویټې ګلډیټر کرکیټ لوبډلي خپله کړې وه.