فبروري 26, 2021

پاکستاني الراونډر محمد حفیظ ته بیا د بالینګ اجازه ورنه کړل شوه

لیکنه: ابوبکر علیزی
د پی ایس ایل تخنیکي کمیټي په روانو سیالیو کې محمد حفیظ ته د توپ اچوونې اجازه ورنکړه.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ال رونډر لوبغاړي محمد حفیظ چې اوس د پي ایس ایل په سیالیو کې د پیښور زلمو په ګټه لوبیږي وایې چې په روانو سیالیو کې د توقع خلاف ورته د توپ اچونې اجازه نه ده ورکړل شوي.
نوموړی وایي؛ د دغې کمیټي پرېکړه د دې لامل شوې چې په روانو پاکستان سوپر لیک سیالیو کې توپ اچوونه نشي کولی.
حفیظ وایې چې د پیښور زلمو لوبډلې مسؤلینو د پاکستان کرکټ بورډ څخه ده ته د توپ اچوونې د اجازه غوښتنه کړې وه، خو د هغوی له منفي ځواب سره مخ شوي.
دی وایې چې تر دې وړاندې یې د توپ اچووني ټیسټ په اسلام اباد کې ورکړی چې ترې کامیاب وتلی و، خو د دې سره سره بیا هم په پي ایس ایل سیالیو کې له بالینګ کولو منعه شوی.
خو محمد حفیظ وایې بیا هم ورته د بورډ پرېکړه د منلو ده.
دغه زړه ماتی ال رونډر وایي، هېله یې لرله چې په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د پاکستان په ګټه ولوبیږي او لا هم د خپل دغه خوب د رښتیا کېدو لپاره انتظار باسي.
په ۲۰۱۴ کې د حفیظ د بالینګ اکشن د کرکټ د شورا په رادار کې راغی خو له یو کال وروسته اسټرلیا کې د کامیابې ازمویني وروسته محمد حفیظ ته بیرته د توپ اچونې اجازه ورکړل شوه.

تیر کال د نومبر په میاشت کې د کرکټ نړیواله شورا د دویم ځل لپاره د محمد حفیظ د توپ اچونې په اکشن شکي شوه چې یې پرې په نړیوالو لوبو کې پرې د توپ اچونې بندیز ولګاوه.