پاکستان، سریلنکا د نړیوال جام څخه کورته ولیږله

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام په روانو سیالیو کې د پاکستان ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې د سریلنکا هم سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکول, د نړیوال جام کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه، خو د سریلنکا مخکې تګ یې ناشونی کړی.
د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو پاکستانۍ لوبډلې د افغانستان څخه د ماتې خوړلو وروسته په خپلو دوه سیالیو کې د ایرلینډ او سریلنکا لوبډلې ماتې کړې، چې خپل مخکې تګ یې یقیني کړ.
د دغه جام په سیالیو کې د ۱۶ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د لمړي ګروپ څخه نیوزیلنډ او جنوبي افریقا، دویم ګروپ څخه اسټرالیا او هندوستان، دریم ګروپ څخه انګلستان او بنګله دیش او څلورم ګروپ څخه افغانستان او پاکستان دویم راونډ یا کوارټر فاینل ته رسیدلي دي.
د نړیوال جام د سیالیو په لمړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې په څلور ګروپونو ویشل شوې وې، چې د هر ګروپ د سر کرښې دوه لوبډلي دویم پړاو ته ورسیدې، خو د پاتې ۸ لوبوډلو په دغه جام کې مخکې تګ بل جام ته وځنډید.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ