پانکرېشن لوبو ته ټاکنیزي لوبي پاي ته ورسېدې

ليکنه: صابرحميدي
پنځه ورځي مخکي د کابل بدني روزني په عمومي ریاست جمنازیم کي د سلګونه لوبغاړو ترمنځ د پانکرېش ټاکنیزي سیالۍ پيل سوي وې، چي په پرون یکشنبه د غوره لوبغاړو په موندلو سره پاي ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزني لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په یادو سیالیو کي د هیواد د ۱۶ ولایتونو څخه ۲۵۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو.

د یادي خبرپاڼي په حواله، چي ګډونوالو لوبغاړو په دوو کټګوریو لویانو او ځوانانو برخو کي ترسره سوې، چي په پایله کي ئې د بیلابیلو ولایتونو څخه ۶۶ لوبغاړي د پانکرېشن لوبي ملي ټیم غوره سول.
یاد لوبغاړي د یوې غوراوي کمېټې له لوري انتخاب سو.
د یادولو وړ ده، چي د یادو سیالیو غوره لوبغاړو ته په پاي کښي مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل سول.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ