سرسکالو سیاست نړۍ

پامپیو ایران د القاعده غړو ته په پنا ورکولو تورن کړی

لیکنه: سیلۍ اسد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وایي، ایران د القاعده شبکې مشرانو ته پټنځایونه ورکړي او له دغې شبکې سره اړیکې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماک پمپیو چې یوازې یوه اونۍ یې د وزیر په توګه پاتې ده د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه د لومړي ځل لپاره په علني توګه وايي چې ابو محمد المصري د القاعدې شبکې دویم نفر تیر کال د آګسټ په ۷ مه ووژل شو.

پمپیو زیاته کړه، ایران تازه د القاعده شبکې لپاره پټنځایونه جوړ کړي او به وینا یې دوی همېشه د ایران او القاعده ډلې د اړیکو پر اړه ریښتیا وایي او په اړه به یې په اقداماتو لاس پورې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو زیاتوي، ایران له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د القاعده شبکې غړو ته پنا ورکړې ده، دوی ته یې د اړیکو زمینې برابرې کړې دي او له دوی سره یې د پیسو په ټولولو او عملیاتو پلانولو کې همکاري کړې ده.

مایک پمپیو وایي ایران په قصدي توګه غواړي د القاعده شبکې له فعالیتونو ملاتړ وکړي او دغه ډله په ځينو هېوادونو کې د امریکا پر ضد جنګوي.

پمپیو وایي دوی به د ایران پر وړاندې لا ډېر بندیزونه وضع کړي.

هغه همدا راز په یوه فارسي ټوېټ کې د ایران خلکو ته ویلي چې امریکا یې تر څنګ ولاړه ده او د ایراني مشرانو ظلمونه به پای ته رسوي.

پومپیو وویل، ایران پر امریکا او نورو هیوادونو د القاعده شبکې د حملو لپاره پر خوندي مرکز بدل شوی او دا هیواد د القاعده شبکې کلکه ننګه کوي.

تېره میاشت نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې وه چې د القاعده شبکې دوهم نمبر مشر ابومحمد المصري، چې په افریقايي هیواد کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د ۱۹۹۸ کال د تروریستي حملو طراح و، د اسراییل د استخباراتو له لوري د تهران په شمال کې ووژل شو.

ایران هماغه وخت دا راپور رد کړ، او ویې ویل چې د القاعده هیڅ تروریست یې په خاوره کې نه شته.

مایک پامپیو د امریکا د خبریالانو په کلوپ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د لومړي ځل لپاره په زغرده اعلانوي چې المصري د سږ کال د اسد په ۱۶ ووژل شو.

پامپیو زیاته کړه، «په ایران کې د المصري شتون ښيي چې موږ ولې دا دریځ لرو… القاعده نوې اډه موندلې او هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا ایران له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په خپله خاوره کې القاعده شبکې ته اجازه ورکړې چې د خپلې ډلې له نورو غړیو سره په ازاد ډول تماسونه ونیسي او د حملو، تبلیغاتو او پیسو ټولولو په شمول هر هغه اقدام وکړي چې پخوا یې له افغانستان او پاکستان څخه کاوه.

هغه همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه هر هغه چا ته چې په ایران کې د القاعده د مشر عبدالرحمان المغربي په موندلو کې مرسته وکړي، تر ۷ ملیون ډالرو پورې جایزه ورکوي.

ایران په سیمه کې له هغو هیوادونو څخه دی چې د ترهګرۍ په ملاتړ او تمویل تورن دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سیلۍ اسد

تبصره مو ولیکئ