سپورټ نړیوال کرکټ

ټي ټېن لیګ کې د هندي لوبغاړو پر لوبیدو ټینګار شوی.

لیکنه:بهار سمسور

ټي ټېن لیګ کې د هندي لوبغاړو پر لوبولو کار روان دی.

د ټي ټېن لس اوریزه کریکټ لیګ ګرمې لوبې دوه کاله مخکې په اماراتو کې پیل شوې او د دریم ځلي کیدو لپاره یې تیاریانې روانې ديد.

د دغه لیګ مشر شاج الملک ویلي،له شاهد خان افریدي،این مورګن،ډارین سامی او انډري رسل وروسته، چې په دریم راتلونکي پړاو کې د لوبیدو وعده یې کړې،اوس له نړیوال کریکټ تقاعد شوي هندي پیاوړي لوبغاړي یوراج سېنګ سره هم خبرې رواني دي،څو په دې پړاو کې ولوبیږي.

شاجی الملک وایي:

“دا د دوی لپاره غوره خبره ده،چې د یوراج سېنګ په څېر لوبغاړي به په دغه لیګ کې ولوبیږي،هغه یو پیاوړی مشهور لوبغاړی دی.

موږ په دې هڅه کې یو،څو د یوراج سېنګ تر څنګ محمد عرفان او امبیتي رېډیو هم دې ته اماده کړو،تر څو پر لوبیدو دا لیګ لا ښکلی کړي.”

په لس اوریز لیګ کې د هندي لوبغاړو د لوبولو هڅې په داسې مهال کې زور پیدا کوي،چې په وروستي کاناډا لیګ کې هندی لوبغاړی یوراج سېنګ ولوبیده او هندي بورډ، چې مخکې یې په نړیوالو تجارتي لیګونو کې هندي لوبغاړو ته د لوبیدو اجازه نه ورکوله،اوس یې هغه لوبغاړي چې له بورډ سره منځنی قرارداد،تړون نه لري خوشي کړي دي.

لس اوریز کریکټ لیګ چې تېر لومړی او دوهم پړاونه یې په شارجه کې وشول، راتلونکی دریم پړاو به یې په نویمبر کې په شیخ زاید لوبغالي دوبۍ کې تر سره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی