د امریکا جان هاپکنس پوهنتون راپور ورکړی، چي په ټوله نړۍ کي تر دې دمه ۵۱۰۳۳۶ کسان له کرونا ناروغۍ څخه رغېدلي.
د جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي ۲۰۸۳۳۰۴ کسه په کرونا ناروغۍ اخته دي، چي له ډلي ئې ۱۳۴۶۲۵ مړه شوي.
امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریټانیا او ایران هغه هیوادونه دي، چي تر نورو هیوادونو کرونا ناروغۍ سخت ځپلي.
امریکا د مړیني او مثبتو پېښو له اړخه د لیست په سر کي ده. په دغه هېواد کې ۶۴۴۰۸۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۲۸۵۰۹ کسه یې مړه کړي دي. همدا راز په ایټالیا کې د مړو شمېر ۲۱۶۴۵ ته رسېدلی دی. هسپانیا کې یې ۱۸۸۱۲، فرانسه کې یې ۱۷۱۶۷، برېتانیا کې یې ۱۲۸۶۸ او ایران کې یې ۴۷۷۷ کسه مړه کړي دي.
په افغانستان کي بیا په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۰۰ ته نژدې سوی او تر اوسه هیواد کي دې ویروس ۲۶ کسان مړه کړي.
د شعلې فلم ګبر څوک و؟
د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي