لس نښې چې ښيي تاسې د ټولنیزو رسنیو معتاد یاست !

ژباړه: حماد هلال

ټولنیزې رسنۍ دا مهال د انسانانو په ژوند کې د یو ستر بدلون سبب شوي او د میلیونونو کسانو تر منځ د اړیکو نیولو ستر پل شو. د بېلابیلو ګټو په لرلو سره، د ډېری کسانو معتاد کېدل په دې باندې یو ستره ستونزه ده. له دې ټنکالوژۍ د ګټې اخیستلو په ځای، ډېری خلک په دې باندې معتاد شوي او د خلکو ژوند یې ترې اخیستی. که غواړئ وپوهېږئ چې د ټولنیزو رسنیو په معتادانو کې یاست یا نه نو دا مطلب ترپایه ولولئ. که تاسو لاندې کومې نښې ولرئ، نو د دې وخت راغلی چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې تعییرات راوړئ.

۱ – سهار له هرڅه وړاندې ټولنیزې رسنۍ ګورې؟

ټول هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو معتاد دي، خپله ورځ د فیسبوک، ټویټر، انسټګرام او ټلیګرم په کتلو  پیل کوي.

۲- ساعتونه وخت په بې ځایه شیانو مصرفوئ!

په ټولنیزو رسنیو اعتیاد خلکو غټه ستونزه دا ده چې خپل کارونه په ځنډ ترسره کوي. دا خلک د ټولنیزو رسنیو د نه  تعقیب کولو غوښتنې سره  د مقاومت کولو وړتیا نلري.

د پیشوګانو ويډیوګانې، د ښکلو کوچنیانو انځورونه او یا د ملګرو پخواني عکسونه  مهمه نده چې هرڅه وي یو څه پيداکېږي چې تاسو ځان سره مصروف وساتي.

۳- مهمه نده چېرته اوسې، خو د ټولنیزو رسنیو له کارولو لاس نه اخلې

داسې خلک به دې ضرور لیدلی وي د دسترخوان ته ناست مبایل کاروي، ممکن ته هم له دې ډلې اوسې؟!

که د رخصتیو په وخت کې څوک مبایل وکاروي، ستونزه نده خو که په غونډو، ټکسي، بسونو، د خوړو په وخت او د کار په ځای کې خپل ټلیفون کاروې نو دا ده وخت ضایع ده.

ټولنیزې رسنۍ او پرې اعتیاد

۴ – تاسو د هر څه او هر کار عکس اخلئ

تل هڅه کوې غوره انځورونه د ټولنیزو رسنیو لپاره واخلې، امکان لرې فکر وکړې چې په دې کار کې دیو ډول فشار لاندې، دا په ټولنیزو رسنیو د معتاد کېدو نښه ده.

د طبیعیت له ښکلاو هر ځای انځورونه اخیستل امکان لري ستاسو د شا و خوا خلکو ته د منلو نه وي. خو تاسو دې موضوع ته دومره اهمیت نه ورکوئ.

۵ – داسې فکر کوئ، چې د پیعام غږ مو ندی اوریدلی

کله چې مو ذهن د ټولینزو رسنیو معتاد وي، نو د نوي پيعام اوریدو ته لیوال یاست. خو که د پیغام غږ مو نه وي اوریدلی داسې فکر کوئ، چې کومه ستونزه لرئ. ډېر کله به مو داسې فکرکړی وي، چې د ټلیفون زنګ یا پیغام  مو اوریدلی او هغې پسې به تللی. که دا پېښه بې دلیله تکراریږي نو باید د دې په اړه فکر وکړئ.

ډاکټر «مایکل راتبرګ» داپیښه (سندرم خیالی ټکان) نومولې ده. د یوې څېړنې په اساس امریکا کې له ۱۰ زده کړیالانو ۹ نفرو دا تجربه تکرار کړې.

ټولنیزې رسنۍ او ترې د عشق و محبت په نوم ناوړه استفاده

۶- یوازې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ملګرو سره اړیکه لرې

ډېر وخت کېږي چې د ټلیفون له لارې د نورو څخه لرې شوی. د فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کارول کولی شي له ملګرو مو لري کړي.

تاسو یوبل سره د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکې نیسئ او په ټولنیزو رسنیو کې سره ملګري یئ. داسې اړیکې نیول تاسو له یو بل لرې کوي. د ټولنیزو رسنیو اړیکې د مخامخ اړیکو ځای کله هم نشي نیولی.

۷- ټولنیزې رسنۍ درته له هرڅه لومړيتوب لري

ځیني وختونه د خپلې خوښې سریال لیدو ته کېنئ، خو کله چې له  ټلیفون سره پورته کی ګورې سریال خلاص شوی. هغه کسان چې نشي کولی  د خپل ټلیفون لرېوالی وزغمي. ښه پوهېږې هیڅ شی هم نشي کولی چې د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو ترمنځ یې راشي ان د خوښې وړ کارونه یې.

ټولنیزې رسنۍ او پر انجونو یې بدې اغیزې

۸ – تل غواړئ ډېر زیات لایکونه ولرئ

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او فعالانو ته لایکونه ډېر مهم دي، ځکه د لیدونکو او خوښوونکو شمېرښایي، د یوڅه وخت وروسته بیا دا په اعتیاد اوړي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته بې له لایکه بل هیڅ هم مهم ندي، دا هغه خبره ده چې دوی پرې اعتراف هم کوي.

۹- د انټرنیټ او wifi پرته ژوند درته ستړی کوونکی دی

د هر چا په ژوند کې پيښې راځي. خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د انټرنیټ له قطع کېدو یا خلاصیدو بل غټ مصیبت نشته.

په فیسبوک، انسټګرام… کې د عکسونو، ويډیوګانو او انټرنيت نه کارول دوی ته یو وحشتناک حالات دی. نو دې ته په کتو، هغه ځای کې چې انټرنیټ شتون ونلري دوی ته = اوسیدل ډېر سخت او د منلو وړ ندي.

۱۰ – د سم پوسټ ترسره کول یو لوی سر درد دی

د ټولنیزو رسنیو د معتادانو لپاره د انځورنو او جملو غوره کول خورا ستونزمن کار دی.په ساده ډول د ټولنیزو رسنیو معتاد کاروونکي تر لس ځلو خپل پوسټ لیکي، ايډيټ او ډیلیټ کوي.