سپورټ فوټبال

ټورس د فوټبال سره مخه ښه وکړه!

ليکنه: صابرحميدي

د فوټبال په نړۍ کي یوه وتلي فوټبالر تېره جمعه د جاپانۍ ساګان توسو په لوبډله کي د فوټبال سره مخه ښه وکړه.

هغه خپله اخیرنۍ لوبه د بلي جاپانۍ لوبډلي ویسل کوبه په وړاندي ترسره کړه، چي خپل ټیم ئې د ویسل کوبه څخه ۶ پر ۱ سخته ماته وخوړه او د فوټبال سره ئې په ماتي خوړلو خدای پامانی وکړ.

فرناندو ټورس خپل رسمي فوټبال په اتلاتیک ماډریډ کي په ۲۰۰۱م کال کي راپیل کړ، چي د یادي لوبډلي لپاره ئې د لالیګا لیګ په ۱۷۴ لوبو کي ۷۵ ګولونه ولګول.

ټورس د ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۰۷م کال پوري د اتلاتیک ماډریډ لپاره د قوي لوبډلو بارسلونا او ریال ماډریډ په وړاندي ګولوهني ترسره کړي دي.

له هغه وروسته ټورس په ۲۰۰۸م کال کي د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول سره یوځای سو.

کله چي ټورس د لیورپول سره یو ځای سو د ښه لوبېدو له امله ئې زیاد ګولونه ولګول او د یادي لوبډلي لپاره ئې یو شمېر ریکارډونه هم جوړ کړل.

هغه د ۱۹۹۵ـ ۹۶م کال د رابي فاولر په نوم د یوه لوبغاړي څخه راوروسته د لیورپول په کورني لوبغالي آنفیلډ کي لومړنی لوبغاړی سو چي په یوه پړاو کي ۲۰ ګولونه وهي.

د هغه ترڅنګ ټورس په ۲۰۰۸م کال کي د خپل هیواد اسپانیا ملي لوبډلي سره د اروپا اتلولي او په ۲۰۱۰م کال کي د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړه.

هغه د ۲۰۰۸م کال څخه بیا تر ۲۰۱۵م کال پوري په بېلابیلو کلبونو کي لوبي ترسره کړې او په ۲۰۱۵م کال کي یو ځلي بیا د اتلاتیک ماډریډ سره یوځای سو.

ټورس په ۲۰۱۷م کال کي د ډیپورټیو په وړاندي لوبه کي د سر په ساحه کي ټپي سو او یوه ورځ وروسته په شفاخانه کي په هوش کي راغی.

ټورس د بلي انګلستانۍ لوبډلي چلسي او ایټالوۍ لوبډلي اث میلان سره هم لوبېدلی او له هغه وروسته بیرته یو ځلي بیا د اتلاتیک ماډریډ سره یوځای سو.

یاد لوبغاړی په تېر ۲۰۱۸م کال کي د جاپانۍ لوبډلي ساګان توسو سره یو ځای سو او د روان ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتي په ۲۳مه یعني تېره جمعه ئې د فوټبال سره مخه ښه وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.