څیړنه: د تلویزیون زیات کتل د ۱۰ کلو کم عمره ماشومان د زړه د حملې په ناروغۍ اخته کوي

لیکنه او راټولونه: محمد الهام ساحل

د ټلویزون اغېزې یا تاثیرات پر ماشومانو د هغوی د تربیې بحث سره یو ځای کوي.

یعنی ټلویزون ته د ماشومانو کتل همغه کورنۍ تربیه ده چې تاسې یې خپلو ماشومانو ته ور ښایئ.

له ټلویزون لرې والی یا هغوی یې کتلو ته نه پریښودل یو سخت کار دی، داسی کله کیدای شي چی کور کې ټول مشران یا د کورنۍ ټول غړي ټلویزون ته ناست وي، او ماشومانو ته ووایئ چی تاسې یې مه ګورئ.

ځینی کورنۍ ټلویزون ته ماشومان ددې لپاره پریږدي او کینوي چی بل طرف لاړ نشي یا بې لارې کارونه ونکړي.

زیاترو کورنیو کې دا رواج دی که څوک ټلویزون ته ناست هم نه وي، نو ټلویزون یې روښانه وي سهار نه تر شپې پورې یې نه بندوي او ځینو پکې ویډیو ګیمونه هم اعیار کړي وي.

فقط ددې لپاره چې ماشومان خپله توجو له بې ځایه کارونو څخه ټلویزون ته واړوي.

د ټلویزون کتل پر ماشومانو څه منفي اغېزه لري؟

ډېر شمېر متخصصان د ماشومانو پر ټلویزون کتلو او ویډیو ګېم… سره مخالفت کوي، او هغوئ ددې مخالف لپاره خپل قانع کوونکې دلایل لري، چې لاندې یې لولو.

  • ټلویزون د ذهن د انکشاف او یو څه د یادولو مانع دی:
    ډېر متخصصان پر دې باور دي چې، ټلویزون د ۲ کلنو او ۳ کلنو ماشومانو لپاره بیخي مثبته پایله نه لري؛
    دوی له خپلو لوبو څخه زړه توري کوي. نورو طبعي شیانو سره یې علاقه کمیږي. د سترګو ناروغۍ پیدا کوي. او د ذهن د انکشاف مخه ډب کوي.

تر ټولو مضره منفي تاثیر یې دا دی چې، ماشومان په دې کلونو کې هنرونه یادوي، ژبه یادوي، لوبې یادوي مګر ټلویزون ددې هر څخه مانع کیږي.
ماشومان بیا نشي کولای عبارت ولولي، ژبه روانه کړي او پر کلیماتو ځان عادت کړي.

  • ټلویزون د ماشومانو د خلاقیت د ودې سبب ګرځي:
    یوه اغېزه یې بله د متخصصانو لخوا ذهن جام او یو طرفه پاتې کیدل دي.
    کله چی ماشومان ټلویزون ته ډېر ګوري د دوی ذهن د دستګاه سره روابط پیدا کوي.
    ددوی روان باندې تاثیر کوي، په ټولګي، په لاره او د خوب وخت کې به هم ټلویزون ته فکر کوي او هغه خپل د خوښې خپرونه به یې په ذهن کې انځور وي.

او بل دا چې ټلویزون کې نقلي هیروګان او هغه صحنې چې تخیلي دي د دوی ذهن کې ځای پر ځای کوي ددې سره ماشوم لوړ خیالونه ویني او خپل موحید ورته خوند نه ورکوي.

ماشومان چی ټلویزون ګوري خپل درسونو ته پاملرنه نه کوي، او خپلې کورنۍ دندې هم ترې پاتې وي.

  • د ټلویزون په لیدو ماشومان ذهني ګډوډي پیدا کوي:
    د څیړونکو څو کلنې څیړنې ښایي، کوم ماشومان چی د ټلویزون سره ډېر عادت وي هغوی د غږ په اوریدو کې ستونزه پیدا کوي.
    مثلاً ټولګي کې به د نورو ټولګیوالو غږ پرې بد لګيږي، د استاد د درس د موضوع به په سمه توګه مطلب نشي اخیستی.
    ځکه ددې ذهن به ټلویزون پر خپل غږ او تصویر ځان سره ساتلی وي.
    کوم ماشومان چی ټلویزون ګوري هغوئ د خپلو همزولو سره کمې خبری کوي، د چا سره خبرې کول او د هغوئ غږ اوریدل به یې دومره نه خوښیږی.
  • ټلویزون د ماشومانو پر کورني کار یا کورنیو دندو اغېز لري:
    دا مونږ او تاسې ته بهتره مالومات دی چې کوم ماشومان ټلویزون ډېر ګوري یا په عامه اصلاح د ټلویزون روږدي وي نشي کولی خپلې کورنۍ دندې تر سره یا سمې تر سره کړي.

تل یې د ټلویزون پر میز او پر دیوالونو خطونه کړي وي، یعنې دومره پر ټلویزون روږدي وي چی خپل مشق پر دیوالونو او میزونو کوي خو تر کتابچې یې ځکه نشي رسولی چې ټلویزون لیدل ترې پاتې کیږي.

  • ټلویزون ماشومانو ته رواني ناروغۍ پیدا کوي:
    مطالعات او د ډاکټرانو څیړنې ښایي،
    چی ټلویزون د ماشوم پر رون ډېر منفي تاثیر لري.
    د مطالعې پر ترڅ کې چی په ۲۰۱۳ کال کې ښودل شوي دي هغه ماشومان چې عمرونه یې تر ۷ کلنۍ کم وي او ورځ کې ۳ ساعته ټلویزون ته ګوري یا ویډیو ګېم کوي نو ذهنً ناارامه او د رواني تکلیف څخه ځوریږي.
  • ټلویزون د ماشومانو پر رفتار او کردار تاثیر کوي:
    هغه ماشومان چې زیات ټلویزون ګوري، مینه او عاطفه یې بیخي کمه وي.
    پر ټلویزون د مختلفو خپرونو لیدل ددوی ذهن د ځان خواته مایل کوي، او دا ددې لامل ګرځي چې ماشومان په کور کې شخړه وکړي، په نه خبره مرور شي او بد رد ووایي.

که پر ټلویزون ویشتل او وژل ګوري دا هم ورته یو ډول مایله کیږي او شوق یې راځي که داسې نورې خپرونې ګوري د هغوی عادات خپلوي او هغه تر سره کوي.
مونږ او تاسې په کورنو کې لیدلي، د فلم هیرو چې څنګه رفتار کوي کور کې ماشوم هم همغه اکشن کوي او همغه رفتار کوي.

  • له طبي اړخه:
    هغه څیړنه چې په ۲۰۱۴ کال کی شوې ده پکې وایي:
    د کومو ماشومانو عمرونه چی د ۱۰ کلو کم وي ټلویزون زیات کتل یې ورته وینه ډېروي او د زړه د حملې سبب ګرځي ددې تر څنګ پوست، هډکو او سترګو کې هم مشکل پیدا کوي.

پر ماشومانو د ټلویزون مثبتې اغیزې څه دي؟
ډېر څیړونکي او متخصصان پدې باور دي چې ټلویزون پر ماشومانو بده اغېز نکوي په شرط ددې چې په خپل معیار سره وکتل شي.
یعني ورځ کی د نورو کارونو تر څنګ لږ وخت ټلویزون ته ورکړئ.
هغه خپرونې پکې وګورئ چې د تعلیم او د ذهن د پرمختګ او روزنې لپاره ښه وي.
د ټلویزون لرې کینئ، تر څو سترګې او نور جانبي عوارض درته پیښ نشي.

  • ټلویزون کولی شي کور کې درته معلم شي:
    د ټلویزون پر ځای لیدل او هغه خپرونې څارل چی تعلیمي اړخ ولري ډېر مثبته اغېز لري.
    د ټلویزون مثبته ګټه اخیستلو سره مونږ کور کې زدکړی کولی شو.
    لکه استاد چې مونږ سره کور کې وي.

  • ټلویزون د ماشومانو مثبت رفتار قوي کوي:
    هغه ماشومان چې تعلمي خپرونې څیړي او یا هم کارتوني ګوري. په کورنۍ کې مینه رفتار کوي او یو څیړنه ښایي چې د کارتونیو لیدل یې زړه خوشحاله کوي او یو سالم ماشوم ترې جوړیږي.
    د وینې د تعادل سبب ګرځي.
    ټلویزون کولی شي چی ستاسې ماشومان د بهر تلو، بې ځایه ګرځیدو منعه کړي.
    مشخص وخت کې د اغېزناکو خپرونو سره د کم وخت لپاره په خپلو ماشومانو د هغوی د خوښې خپرونې وګورئ.