ټرمپ: پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دا به نه یوازې اوکراین بلکې ټوله سیمه او نړۍ زیانمنه کړي.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په واک کې وای نو اوکراین باندې برید نه کېده ځکه چې په وینا یې ده به پوتین په ډېر ښه شکل له دې بریده منع کړی وای.

هغه زیاته کړې، دا چې په کومو دلایلو به یې هغه له دې بریده منع کړی وای وروسته به یې په اړه توضیح ورکړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې په وار وار جوبایډن ویلي وو چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري خو دا چې دی ولې دومره ډاډه دی په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله