ټرمپ: ویاړم چې کومه نوې جګړه مې پیل نه کړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه او د خپلې مخې ښې وینا یې رسنیو ته واوروله.
ټرمپ چې نن یې واک پای ته رسېږي، د مخه ښې پیغام کې وویل، ویاړي چې تېرو دوو لسیزو کې داسې ولسمشر دی چې کومه نوې جګړه یې پیل نه کړه.
ټرمپ زیاته کړې چې پر خپلو ټولو کارونو ویاړي.
د هغه په خبره ده او ډلې یې هغه څه تر لاسه کړل د کوم څه لپاره چې راغلی وو.
نوموړي د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د خپل حکومت ځینې هڅې داسې وبللې چې پخوا بل حکومت نه وې کړې، لکه “له چین سره مخ په مخ کېدل” او منځني ختیځ کې د سولې ځینې تړونونه.
ټرمپ د واکمنۍ وروستي کال کې مې د متحده عربي اماراتو او بحرین په ګډون څو عرب هېوادونو او له اسراییل سره د سولې تړون وکړ.
نوموړی زیاتوي چې د واک پر وروستي کال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او له بل هر وخت یې افغانستان کې ځواکونه کم شوي دي.
ټرمپ خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د داعش خلافت یې له منځه یووړ: “موږ د ایران ځپونکي رژیم مقابل کې ودرېدو او د نړۍ مهم ترهګر، ایرانی قصاب قاسم سلیماني مو وواژه.”
ټرمپ همدا راز پرته له دې چې د جو بایډن نوم واخلي خپل ځایناستي ته د بریا هیله کړې ده.
د نوموړي په خبره راتلونکي ولسمشر ته ټوله امریکا سترې هيلې لري او دی یې د بریا هیله کوي.
ټرمپ داسې مهال له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي چې پلویانو یې د لاریونونو او اعتراضونو خبرداری ورکړی دی.
په واشنګټن او د امریکا په ډيری ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ