ټرمپ: احمق مېلي ډېر قیمتي وسایل په افغانستان کې پرېښودل

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کوي او اوسنی ولسمشر جو بایډن ملامت بولي، دا ځل یې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو پر لوی درستیز خوله خلاصه کړې ده او هغه یې احمق بللی دی.

ټرمپ ویلي چې مارک مېلي احمق و ځکه چې هغه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت خورا ګران بیه او حساس پوځي وسایل په افغانستان کې پرېښي دي.

هغه ویلي چې په دې حساسو وسایلو کې د امریکا پوځي الوتکې او چورلکې هم شاملې دي.

نوموړي څرګنده کړې ده چې په دې وسایلو کې داسې الوتکې هم وې چې پنځوس میلیونه ډالر ارزښت یې لاره.

د هغه په خبره د پاتې شویو چورلکو ټول ارزښت شاوخوا ۲۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی دی چې ده غوښتل ټول وسایل راوباسي او یو ځل بیا یې پخوانۍ خبره تکرار کړې ده چې په وینا یې که چېرته دی په سپینه ماڼۍ کې وای نو نور څه خو پر خپل ځای حتی یو مېخ به یې هم په دغه هېواد کې نه وای پرېښی.

About عاقله اسد 1171 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله