سپورټ نړیوال کرکټ

بنګلدېش د شل اوریزو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.

اعلان

لیکنه : عبدالله عادل

بنګلدېش لوبډلي په خپل کوربتوب د درې اړخیزه لوبلړۍ د لومړیو دوو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه ، د شل اوریزو لوبو دا لړۍ د افغانستان ، زیمبابوې او کوربه بنګلدېش تر منځ ترسره کیږي. د بنګلدېش په ۱۳ کسیزه لوبډله کي سیف الدین ته ځای ورکړل سوی او مهدي حسن له لوبډلي ایستل سوی.

سیف الدین د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال خوږ درلود او له هغه وخت څخه تر اوسه یې بیا کومه لوبه نده ترسره کړې د بنګلدېش لوبډلي د غوراوي کمېټې مشر منهج العابدین ویلي چي سیف الدین دا مهال جوړ دی او د شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره اماده دی.

نوموړي د کریک بز سره په مرکه کي ویلي :

”ډاکټر ویلي چي هغه دا توانايي لري چي لنډ فارمټ کي ولوبیږي ، هغه تر مخه لا توپ اچونه کوي او موږ اړتیا لرو چي هغه د لوبي پر مهال دا څه اداره کړي. “

مهدي حسن چا چي تر کور دباندي د سریلانکا خلاف د یو ورځنیو لوبو په لوبلړي کي یوازي دوې ویکټي ترلاسه کړی له لوبډلي لیري سوی . همدا ډول باتجربه توپ وهونکی تمیم اقبال ، الراونډر عارف الحق ، ابو حیدر، وف سپین توپ اچونکی نجم الاسلام ، چټک توپ اچونکی روبیل حسین او ابو جید هم له لوبډلي کښېنول سوي او په درې اړخیزه لړۍ کي یې ځای ندئ موندلی.

د ۲۰۲۰ نړیوال شل اوریز جام ته په کتلو سره د بنګلدېش غوراوي ډلي تر ډېره نویو لوبغاړو ته ځای ورکړی .

عابدین ویلي:

”موږ په راتلونکي کي ډیري شل اوریزه لوبي لرو نو موږ یو څو ځوانان هم لوبډلي ته شامل کړي . مَهیدي او افیف راتلونکي ته زموږ تر نظر لاندي لوبغاړي دي او موږ غواړو چي ووینو چي دوی په نړیوال کرکټ کي څه ډول له پریشر یا تاثیر سره مقابله کوي. یاسین په کورني کرکټ کي ډېره ښه ځلیږي او موږ غواړو چي ووینو چي هغه په نړیواله کچه څه کولای سي. “

کوربه لوبډله به د درې اړخیزه لړۍ په لومړۍ لوبه کي د زیمبابوې خلاف د ډهاکې په شېر بنګلا ملي لوبغالي کي د راتلونکي جمعې په ورځ ولوبیږي.

د لومړیو دوو لوبو لپاره د بنګلدېش لوبډله :

شکیب الحسن لوبډلمشر، لیټن ډس ، سومیا سارکر، مشفق الرحیم ، محمدالله ، افیف حسین ، مصدیق حسین ، صابر الرحمان ، تاج الاسلام ، مَهیدي حسن ، محمد سیف الدین ، مصطفیض الرحمان او یاسین عرفات.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی