يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟

په ګډ ژوندانه کې ښځه او خاوند له يو بل نه ډېرې او بېلابېلې تمې لري، ځکه د هغوی ژوند يو په بل پورې تړلی دی. خو په دې برخه کې ښځې د نارينه وو په پرتله ډېرې حساسې دي. کله چې يوه ښځه دې ته چمتو کېږي چې د خپل خاوند لپاره هر څه ان خپله کورنۍ پرېږدي، په بدل کې یې له خپل خاوند نه ډېرې تمې پيدا کوي، د دې ډول تمو شمېر ډېر دی او په يوې لیکنه کې یې د راټولولو شونتیا نه شته له همدې امله زه غواړم په نننۍ لیکنه کې يوازې د ښځو ځينو اړينو معنوي غوښتنو ته چې له خپل خاوند نه یې لري، اشاره وکړم. د لیکنې تر پایه مې ملتیا مه هېروئ!

لومړی: مینه

مېرمن تر هر څه وړاندې له خپل مېړه نه د مینې غوښتنه لري، دا مهمه نه ده چې اړيکه مو نوې جوړه شوې وي او يا پخوانۍ وي، مېرمنې غواړي چې خاوند یې له هغې سره مینه وکړي، له همدې امله تل د خپل خاوند د پاملرنې د جذبولو هڅه کوي. تاسو باید يو نوښتګر خاوند و اوسئ او هڅه وکړئ چې د نوو لارو له لارې له خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ او هغې ته د مینې تشه پرې نه ږدئ.

دویم: پاملرنه

هره مېرمن غواړي چې خاوند یې هغې ته پاملرنه وکړي، هغې ته ارزښت ورکړي او د ژوند له هرې چارې یې خبر وي. خو په خواشینۍ سره چې ځینې نارينه د بوختيا له امله په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې چې ټکنالوجي پرمختګ کړی دی، خپلو مېرمنو ته هغومره پاملرنه نه کوي. د دې پر ځای چې په خپل کمپيوټر يا موبایل کې بوخت اوسئ، هڅه وکړئ چې د خپلې مېرمنې خبرو ته په غور سره غوږ ونيسئ او د خبرو په لړ کې یې په هو او نه د هغې خبرې تاييد او يا رد کړئ!

د مېرمنې کړنو او خبرو ته نه پاملرنه د هغې د خپګان لامل کېږي. فکر وکړئ، چې تاسو لګیا ياست او خپلې مېرمنې سره غږېږئ، خو هغه ستاسو خبرو ته پاملرنه نه کوي او په خپل مبایل کې بوخته ده، څه احساس به وکړئ؟ لکه څنګه چې تاسو د خپلې مېرمنې نه د پاملرنې تمه لرئ، هغه هم له تاسو نه ورته تمه لري. د هغې اندېښنې او هېجان ته پاملرنه وکړئ، ځکه هغه ورته اړتیا لري. خپلې مېرمنې ته پاملرنه د هغې د مینې، ملګرتیا او د مېرمنې او خاوند د اړيکو د پراختيا لامل کېږي.

درېیم: مهرباني

ښځې غواړي داسې يو خاوند ولري چې له هغې سره ښه چلند وکړي او مهربان و اوسي. ښځه که هر څومره پياوړې اوسې د خپل خاوند ملاتړ او ښې رويې ته اړ وي، هغوی غواړي چې خاوند یې په هر ډول سختو شرايطو کې ورسره ښه رويه وکړي او هغې ته ډاډګيرنه ورکړي او د نورو شاوخوا کسانو په پرتله خپله ښځه ورته لومړيتوب ولري.

څلورم: ملګرتیا

مېرمن له خپلې کورنۍ، خپلوانو او ملګرو نه لرې کېږي، تر څو له تاسو سره ژوند وکړي نو تاسو اړ ياست چې له هغې سره له ملګرتیا ډک ژوند جوړ کړي. په يوې اړیکه کې ملګرتیا لومړی شرط دی، تاسو باید له خپلې مېرمنې سره د يوې ملګرې په څېر رفتار وکړئ، تر څو هغه په ګډ ژوند کې د نارامتیا احساس ونه کړي. له هغې سره خپل فکرونه شريک کړئ او هغه و هڅوئ چې له تاسو سره خپل فکرونو شريک کړي. ښځه غواړي چې خاوند یې د هغې ملګری و اوسي هغه هم تلپاتی ملګری، له هغې سره خپل وخت تېر کړئ، ټوکې ورسره وکړئ او د هغې د خوښې کړنې ترسره کړئ.

پينځم: درناوی

ښکاره ده چې غواړئ ښځه مو تاسو ته احترام وکړي، نو تاسو هم خپلې ښځې ته احترام وکړئ. احترام د يوې اړيکې بنسټ جوړوي. کېدای شي مېرمن مو په کور کې يوه سخته ورځ تېره کړې وي، د هغې کړنو ته درناوی وکړئ او هڅه وکړئ چې د هغې کړنې وستايئ تر څو د ورځې په اوږدو کې چې له کومو سختیو سره مخ شوې هېرې کړي.

شپږم: رښتینولي

ښځه غواړي چې د خپل خاوند ترڅنګ د ارامتیا او هوساينې احساس وکړي او هېڅکله د خيانت درد نه شي زغملای. نو هڅه وکړئ چې هغې ته ژمن اوسئ او هغې ته خيانت ونه کړئ. تل هغې ته رښتيني و اوسئ او د هغې اعتماد وساتئ!

اووم: باور او اعتماد

د درناوي ترڅنګ اعتماد هم د يوې رښتينې اړيکې بنسټ جوړوي، پر خپلې ښځې باور وکړئ. د هغې موبایل مه چک کوئ، له هغې نه د هرې وړې خبرې حساب مه غواړئ او له هغې نه د هغې ازادي مه اخلئ. د خپلې مېرمنې په شخصي کړنو کې لاسوهنه مه کوئ او د هغې احساساتو ته احترام وکړئ، ځکه چې ښځه دا نه خوښوي چې خاوند یې د هغې د رښتينولي په بدل کې ور باندې شک وکړي.

اتم: درک او بخښنه

هر انسان تېروتنه کوي او کله کله باید مقابل لوري له تېروتنو تېر شو او هغه وبخښو. هر کله مو چې مېرمنې يوه تېروتنه وکړه، يو ځل فکر وکړئ که هغه تېروتنه تاسو کړې وه، څه به شوي وو؟ که چېرې مو مېرمنې په خپلو خبرو تاسو وځورولئ، هغه وبخښئ.

هر کله چې ستاسو مېرمن تېروتنه کوي هغه غواړي چې تاسو ته توضیح درکړي، د هغې خبرو ته غوږ ونيسي او واورئ چې هغه په دې اړه څه وايي او د هغې درک څه دی. کله چې تاسو د خپلې مېرمنې خبرو ته غوږ ونيسي او هغه درک کړئ، هغه مهال تاسو کولای شئ، چې په اسانۍ سره هغه وبخښئ. هر ښځه غواړي چې خاوند یې په هر حالت کې له هغې سره وي او هغه درک کړي.

نهم: د اولاد روزنه

هره ښځه غواړي چې خاوند یې له هغې سره د ژوند په چارو کې په ځانګړي ډول د اولاد په روزنه کې مرسته وکړي، ځکه ښځې د کور ټول مسوولیتونه پر غاړه لري او په يوه وخت کې نه شي کولای چې د ژوند ټولو چارو ته ځان ورسوي. هڅه وکړئ چې يو مسوولیت منونکی پلار و اوسئ، تر څو وکولای شئ يو مسوولیت منونکی خاوند هم و اوسي. تل هڅه وکړئ چې د مسوولیتونو بوج نیم کړئ او ټول کارونه خپلې ښځې ته مه سپارئ!

لسم: د ښځې کورنۍ سره مینه

ښځه هېڅکله نه غواړي چې د خاوند او کورنۍ ترمنځ یې ستونزې وي، بلکې هغه غواړي چې کورنۍ یې له خاوند او خاوند یې د هغې له کورنۍ سره مینه ولري او يو بل ته په پوره کچه درناوی وکړي.

د خپلې ښځې کورنۍ ومنئ، ځکه ستاسو ښځه د همغې کورنۍ له غیږې نه تاسو ته در رسېدلې ده. د خپلې ښځې له کورنۍ نه مننه وکړئ چې خپله لور يې تاسو ته درکړې او هغې ته یې سمه روزنه ورکړې ده.

ځينې خلک فکر کوي چې ښځې یې له هغوی نه داسې غوښتنې کوي چې پوره کول یې د هغوی لپاره ډېر ستونزمن وي، خو داسې نه ده، اسکار وايلډ وايي: نارينه تل غواړي د يوې ښځې لومړنی (مینه) و اوسي او ښځې غواړي چې د نارينه وروستۍ مینه و اوسي. نو په دې پوه شئ چې ښځه يوازې غواړي چې خاوند یې له هغې سره مینه ولري بس.