مارچ 6, 2021

يوه ورځ،دوه هيټريکونه او د راشدخان ريکارډونه!

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
د اسټراليا په بيګ باش ليګ کي پرون راشدخان او حارث رؤف هيټريکونه وکړه.
راشدخان د کريکټ د عصري نړۍ يو لا ځوابه لړبغاړی دی، چي د نړۍ په هر کونج کي هرچا منلی دی.
که څه هم په بيګباش ليګ کي د راشدخان لوبډلي ۱۳۶ منډي هدف وټاکی،خو سيدني سيکرز لوبډلي هم ياد هدف په ۸ ویکټو په ۱۹م اوور کي پوره کړ.
راشدخان پدې لوبه کي هيټريک هم وکړ چي يوځل بيا يې د ورزش د نړۍ پام د افغانستان کريکټ ته راواړوی.

راشد يوه ويکټه په ايج چي د ويکټ ساتونکي لاسونو ته توپ ورغی،بله ويکټه البي ډبليو او دريمه ويکټه بولډ اوټ ترلاسه کړه.
راشد په ۴ اوورونو کي ۴ ويکټي واخيستې ۲۲ منډي يې ورکړې.
بل خوا په همدې ورځ پاکستاني حارث رؤف هم هيټريک وکړ.
حارث د سيدني تندر لوبډلي ۳ ويکټي پرلپسې په يو اوور کي ترلاسه کړې.

نوموړی دويم بهرنی لوبغاړی سو چي د اسټراليا په ليګ کي هيټريک کوي خو حارث تر اوسه د پاکستان لپاره نړيواله لوبه نده کړې.
خو راځئ پوه سو چي راشدخان په يو هيټريک سره څومره ريکارډونه جوړ او مات کړه.

۱_ راشدخان اوس په ۲۰ اووريز کريکټ کي ۱۵۱ ويکټي په LBW او بولډ اوټ سره اخيستي دي.
نوموړي تر اوسه ۲۸۴ ويکټي.
يوازي سريلانکايي لاسيت ملينګا په شل اووريز کريکټ کي ۱۸۵ ويکټي په ال بي ډبليو او بولډ سره ترلاسه کړي.
۲_ د ۲۲ منډو په مقابل کي ۴ ويکټي د اډيلايډ سټرايکرز لپاره دويمه تر ټولو ښه توپ اچوونه ده.
په ۲۰۱۶ز کال کي ايش صودي د سټرايکرز لپاره د ۱۱ منډو په مقابل کي ۶ ويکټي ترلاسه کړي،بين لالینګ په ۲۰۱۷ز کال کي د ۲۶ منډو په مقابل کي ۴ ويکټي اخيستي وې.
۳_ د ۲۲ منډو په مقابل کي چي راشدخان د سيکسرز لوبډلي ۴ ويکټي واخيستلې دا په ټولو ليګونو کي د راشدخان تر ټولو ښه توپ اچوونه ده.
نوموړي ۷ ځله په نړيواله شل اووريز کريکټ کي او يوځل په شپږيزه کريکټ ليګ کي ۴ ويکټي اخيستي.
۴_ راشدخان په بيګباش ليګ کي ۴۹ ويکټي اخيستي چي دا د اډيلايډ سټرايکرز لپاره په دريم مقام کي تر ټولو ډيري ويکټي دي.

خو ۴۹ ويکټي د بهرنيو لوبغاړو په نوملړ کي تر ټولو ډيري دي يوازي راشد او ډواين براوو اخيستي.
۵_ راشدخان لومړنی بهرنی لوبغاړی سو چي په بيګباش کي هيټريک کوي همدارنګه لومړنی توپ اچوونکی دی چي د سټرايکرز لوبډلي لپاره هيټريک کوي.
دا په بيګ باش ليګ کي پنځم هيټريک وو.
۶_ راشدخان اوسمهال په شل اووريز کريکټ کي ۳ ځلي هيټريکونه کړي.
لومړی هيټريک يې په ۲۰۱۷ز کال کي په ويسټ انډيز ليګ کي، دويم هيټريک يې تيرکال د ايرلينډ په وړاندي وکړ چي ۴ پرلپسې ويکټي يې واخيستلې او همدارنګه دريم هيټريک يې په بيګ باش ليګ کي وکړ.

راشدخان پنځم لوبغاړی دی چي په شل اووريز کريکټ کي يې ۳ هيټريکونه ترلاسه کړي.
انډري رسل،انډريو ټای،اميت ميشرا او محمد شمې څلور نور لوبغاړي دي چي په شل اووريز کريکټ کي يې ۳ ځلي هيټريکونه کړيدي.
۷_ دا د راشدخان ۲۰۰مه لوبه وه چي د دريم ځل لپاره يې هيټريک ترسره کړ.