ویلسن: نړۍ به په زور د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د هدفي بریدونو دوام د منلو نه دی.

ویلسن پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

هغه څرګنده کړې، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې نړۍ به د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني، نو غوره ده چې دغه ډله بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه له اې‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ بشپرېدو ته نږدې شوې ده، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، تر ټولو بده لا دا چې افغانان وېره لري چې هېواد به یې یو ځل بیا په یوې اوږدې کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

مېلر دغه راز څرګنده کړې، دوی ملامت نه دي ځکه، ټول په خپلو سترګو د طالبانو پرمختګ ویني او هغه څه چې هیڅوک یې نه غواړي پېښ شي دا دي چې خلکو پر یوې ښې راتلونکې باور له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي خو ټینګار کوي چې دوی مجبور دي له دغه هېواده ووځي، افغانستان د افغانانو کور او د دغه کور ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی.