ویسټ انډیز له اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو ګټلو کې میدان یووړ 

د اسټرالیا لوبډلې ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، دې لوبډلې دوه لومړۍ شل اوریزې لوبې ویسټ انډیز ته بایللي دي او د دوشنبې په سهار ۴ بجې درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، چې اوبېډ مکای پکې ۴ اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ انډیز د یکشنبې په سهار لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د لېنډل سیمونس د ۳۰ منډو، د شېمرن هېټمېر د ۶۱ منډو او د ډي جی براوو د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۶ منډې وکړې.

رسل په اته توپونو ۲۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

اسټرالیا یو ځل بیا د هدف په پوره کولو کې ناکامه شوه، دې لوبډلې د په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونو کې د ټولو وېکټو په نقصان سره د متیو وېډ د صفر منډو، د اېرون فېنچ د ۶ منډو، مېچل مارش د ۵۴ منډو، د جاش فېلېپی د ۱۳ منډو، د موایسس هېنریکېز د ۱۹ منډو، د بېن مک ډرموت د ۷ منډو، د ډانېئل کرېسچېن د ۹ منډو، د اشټن اګر د یوې منډې، د مېچل سټارک د ۸ ناسوځېدلو منډو، د ادم زمپا د درې منډو او د جاش هزل ووډ د ۴ منډو په مرسته ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه ترې ویسټ انډیز په ۵۶ منډو وګټله.

هایډن والش درې او شېلډن کاټرېل دوه اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی شېمرن هېټمېر وپېژندل شو، هغه په ۳۶ توپونو د ۴ شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۶۱ منډې وکړې او بیا رن اوټ شو.

په دې لوبه کې هم لوبډلمشر نیکولاس پوران و.

دواړه لوبډلې درېیمه لوبه د دوشنبې په سهار ۴ بجې پیلوي.

ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو په ګټلو له اسټرالیا څخه مخکې شو

ویسټ انډیز او اسټرالیا ۱۱ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ یې ویسټ انډیز ګټلي او ۵ یې اسټرالیا خپلې کړي دي.

دوی دواړو څلور لوبې په ویسټ انډیز کړي، چې دوه اسټرالیا او دوه ویسټ انډیز ګټلي دي.

درې لوبې په اسټرالیا کې شوي، چې یوه ویسټ انډیز او دوه اسټرالیا ګټلي دي.

نورې لوبې بیا په نورو هېوادونو کې شوي، چې درې یې یوه یې اسټرالیا او درې یې ویسټ انډیز خپلې کړي دي.

کرېس ګېل په دغو ۱۱ لوبو کې ۲۹۹ منډې کړي، اېرون فېنچ بیا ۲۰ منډې کړي، کېرن پولارډ ۷ وېکټې اخیستي، ډانېیل کرېسچېن هم اووه وېکټې ترلاسه کړي.

کېرن پولارډ او متیو ویډ بیا څلور، څلور کېچونه هم نیولي دي.

د ۲۰۱۴ نړیوال شل اوریز جام کې د اسټرالیا ۱۷۹ منډې ویسټ انډیز پوره کړې وې، چې په پنځمه ویکټ کې ډېرین سمي او ډوېن براوو ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه.

براوو په ۱۲ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې او ډېرین سمي په ۱۳ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ