سپورټ کرکټ نړۍ

ویسټ انډیز د انګلستان په وړاندي ټیسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي درې ټیسټ لوبي د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي، چي یادو سیالیو ته ویسټ انډیز خپله ۱۴ کسیزه لوبډله نن اعلان کړه.

د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:

جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف او کېمر روچ.

ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکیټ بورډ اجراییه مشر جوني ګریو له دې مخکي له رسنیو سره په خبرو کي ویلي وه، چي لوبډله به یې د رواني جون میاشتي په ۹مه نېټه انګلستان ته سفر وکړي او له تګ مخکي به د کرونا ټیسټ هم ورکوي.

د جوني ګریو په خبره، چي ویسټ انډیز ټیم به درې اونۍ د انګلستان هیواد په یوه ځانګړي ځای کي کرنتین وي او د کرنتین ترڅنګ به راتلونکو ټیسټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه تمرینونه هم ترسره کوي.

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ