رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

ویسټ انډیز د هند خلاف ټیسټ لوبو ته ځوانه لوبډله اعلان کړه.

لیکنه:بهار سمسور

وروسته له هغې،چې هندۍ کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو په لړۍ کې کوربه ویسټینډیز ته دری پر صفر ماتې ورکړه،ویسټینډیز د ټېسټ لوبډلې لپاره پر ځوانو او نویو لوبغاړو تکیه کړې ده.ویسټینډیزي کریکټ بورډ په دې لوبډله کې د زیات وزن لرونکي لوبغاړي راهکیم کرنوال ته هم چانس ورکړی.

د ویسټینډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر جسن هولډر،کرایګ بریتوېټ،ډارین براو،شامرات برووکس،جوهن کامپبل،روسټن چېس،راهکیم کرنوال،شان ډورېچ،شانون ګبریل،شیمرن هیټمایر،شای هاپ،کیمو پاول او کیماروچ د ویسټینډیز په لوبډله کې شامل کړي دي.

نن هندۍ کریکټ لوبډله له فلوریډا څخه د ټرانډ ټیباګو پر لور وخوځیده،چېرته به چې له کوربه لوبډلې سره د یو ورځینیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه سبا تر سره کړي، لومړۍ لوبه یې باران بې پایلې کړه.

د ویسټینډیز او هند تر منځ د دوه ټېسټ لوبو لومړۍ هغه یې د روانې میاشتې پر ۲۲ تاریخ کیږي،خو ترې وړاندې د دریو یو ورځینیو لوبو دوه لوبې باقي دي.

د سفر وروستۍ لوبه به دوهمه ټېسټ لوبه وي چې په ۳۰ د اګست به پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی