ویسټ انډیز د شپږ بهترینو مرحلې ته ورسید 

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې ګډونواله ویسټ انډیزۍ لوبډله د لمړۍ لوبډلې په توګه د سوپر سیکس یا ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته ورسیده.
د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د غوراوي پړاو پیل شویو سیالیو کې د لمړي ګروپ څخه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ، هالینډ او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ماتولو سره دویم پړاو ته ورسیده.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ په موخه د کرکټ غوراوي جام سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب سره پیل شوې دي، چې پکې ۱۰ لوبډلې په دوه ګرپونو ویشل شوې دي.
د مهال ویش له مخې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال کرکټ ملي لوبډله شامله ده.
د دواړو ګروپونو څخه به د سر کرښې درې درې لوبډلې دویم پړاو یا د سوپر سیکس لوبډلو مرحلې ته لار پیدا کوي، چې په دویم پړاو یا د سوپر سیکس مرحله کې به ترې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته دوه وروستۍ لوبډلې په ډاګه شي.
د کرکټ غوراوي جام پړاو سیالیو په روان بهیر کې د ۱۰ ګډون کوونکو لوبډلو څخه ویسټ انډیز دویم پړاو ته رسیدلی دی، خو ایرلینډ او دویم ګروپ څخه سکآټلینډ او زیمبابوې خپل مخکې تګ اسانه کړی دی.
 

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ