مارچ 3, 2021

ویسټ انډیزی تیز بالر د کرکټ نامعلوم بندیز سره مخ شو 

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر رانسپورډ بیټون د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د غیرې قانونې بالینګ ترسره کولو د بندیز سره مخ شو.

 د ویسټ انډیزي بیټون خلاف په تیر ۲۰۱۷ م کال د ډیسمبر میاشت کې د نیوزیلینډ سره د یو ورځینۍ سیالۍ د ترسره کولو پ مهال د غیرې قانوني توپ اچوانې د شکمن اندز ریپورټ ورکړل شوی و، چې نوموړې د ارزونې وروسته نه دی بریالی شوی، چې د خپلې توپ اچونې انداز لیګل یا قانوني ثابت کړي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخو خبر ورکړل شو، چې اوس نوموړی په نړیوال کرکټ کې د توپ اچونې اجازه نلري، خو کولی شي، چې د ویسټ انډیز د کورني کرټ په کارابین پریمییر لیګ سیالیو کې د خپل کرکټ بورډ سره په مشورې ګډون وکړي.

تر اوسه لا نه ده معلومه، چې بیټون به تر کومه وخت نړیوال کرکټ ته د بیا راستنیدو لپاره انتظار کوي.

ویسټ انډیزی بیټون په داسې مهال د کرکټ د غیرې قانوني توپ اچونې د اندز له کبله د بندیز سره مخ کیږي، چې په همدې ورځ پاکستانی الراونډر محمد حفیظ د خپلې غیرې قانونې توپ اچونې د انداز سره د بندیز وروسته په لیګل  یا قانوني انداز ثابتولو سره بیرته نړیوال کرکټ ته راستنیږي.