ویسټ انډیز، اسټرالیا څلور د یو پر وړاندې ماته کړه

 

د اسټرالیا لوبډلې له ویسټ انډیز سره پنځمه شل اوریزه لوبه د شنبې په سهار په ډېرین سمي لوبغالي کې ترسره کړه.

ویسټ انډیز د ۸ وېکټو په سوځېدلو سره د ایوین لیویس د ۷۹ منډو پرمټ اسټرالیا ته ۱۹۹ منډې هدف ورکړ.

انډریو ټای درې، زمپا او مېچل مارش دوه، دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا یو ځل بیا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله؛ دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره د اېرون فېنچ د ۳۴ او د مېچل مارش د ۳۰ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړې او لوبه ترې ویسټ انډیز په ۱۸ منډو وګټله.

شېلډن کاټرېل او نډری رسل درې، درې وېکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیویس وپېژندل شو او د ټول سیریز غوره لوبغاړی هایډن والش ونومول شو.

دا د اسټرالیا سره د شل اوریزو لوبو په لړ کې د ویسټ انډیز اتمه بریا ده.

له دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز په ۱۸ منډو، دویمه لوبه هم ویسټ انډیز په ۵۶ منډو او درېیمه شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز په ۶ وېکټو ګټلې وه.

د تېرې چهارشنبې په سهار یوه لوبه اسټرالیا په ۴ منډو ګټلې وه او نورې څلور لوبې ویسټ انډیز وګټلې.

 

د یو ورځنیو لوبو سیریز

دواړه لوبډلې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د جولای په ۲۰ مه د راتلونکې سه شنبې په ورځ غرمه ۱۱ بجې په باربادوس سیمه کې پیلوي.

دا لوبې د شنبې په ورځ د جولای په ۲۴ مه پای ته رسېږي او له دې وروسته د پاکستان لوبډله ویسټ انډیز ته سفر لري، چې ۵ شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.