مارچ 3, 2021

ویسټ انډيز غواړې په راتلونکي کلونو کې د مسلکي روزونکو سره خپل کريکټ ته ادامه ورکړي.

ليکنه: حبيب الرحمن سرحدي
ویسټ کرکټ لوبډله غواړې په راتلونکي کلونو کې د مسلکي روزونکو سره خپل کرکټ ته ادامه ورکړي
ټریور پېني د ویسټ کرکټ ملي لوبډلې سره دوه کلن تړون لاسلیک کړ.
ویسټ کرکټ لوبډله غواړې په راتلونکي کلونو کې د مسلکي روزونکو سره خپل کرکټ ته ادامه ورکړي.
ټریور پېني ویسټ انډیز لوبډلې سره د سپین بالینګ کوچ او فیلډینګ برخه کې تړون لاسلیک کړ.
نوموړی د کرکټ په دونیا کې ۵۱ کلنه د فیلډینګ روزنې تجربه له ځانه سره لري.
ټریور به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ په میاشت کې چې ویسټ انډیز یې ایرلینډ سره د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو سیریز لري د لوبډلې سره یو ځای شي.
پېني په ورکړل شوۍ دنده خو شالي ښودلي او ویلي دي چې مونږ به د نړیوال شل اوریزه جام لپاره پوره خوارې وکړو تر څو له خپلې اتلوالۍ څخه دفاع وکړو
پیني تر دې دمخه د سریلانکا د سر روزونکي ، د هندوستان د فیلډینګ کوچ او هالنډ لپاره د مشاور کوچ په توګه دنده ترسره کړې.

هغه د هندوستان پریمیر لیګ کې د کینګز الیون پنجاب ، ډیکن چارجرز او کولکتې نایټ رایډرز سره هم کار کړی دی.
سربیره پر دې چې د کارابین پریمیر لیګ (سی پی ایل) کې د سینټ لوسیا زوکس او سټ کیټس او نیویس پیټریاټس سره دنده ترسره کړی.
د نوموړي په حق کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي (فيل سیمونس) وویل ټریور پېني ريښتیا هم ډیر تجربه لرونکی او د کار وړ شحص دی.