مارچ 7, 2021

ویرات کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ!

Advertisements

لیکنه:بهار سمسور
له ویسټینډیز سره په ټېسټ لوبه کې هندوستان بهترینه لوبه وکړه او په لوی توپیر ۳۱۳ منډو یې کوربه ویسټینډیز ته ماته ورکړه،چې دا د لوبډلمشر ویرات کوهلي لپاره ۲۷ مه ټېسټ بریا وه.
کوهلي په خپله لوبډلمشرۍ کې د پخواني لوبډلمشر اېم اېس دوني د ټېسټ لوبو د ګټې فیصدي شاته ګزار کړه او ویرات کوهلي د هندوستان لپاره د ټېسټ لوبو د لوبډلمشر په حیث ښه درجه ثبت کړه.
اېم اېس دوني په خپله لوبډلمشرۍ کې د هند لپاره ۴۵ ټېسټ لوبې تر سره کړي دي،چې ۲۷ یې ګټلې،۱۸ یې بایللې، خو ۱۵ بیا بې نتیجې پای ته رسیدلې دي.ویرات کوهلي په خپله لوبډلمشرۍ کې د هندوستان لپاره د ۴۷ لوبو له منځه، ۲۷ ګټلې،۱۰ مساوي او ۱۰ لوبې بې پایلې کړې دي،چې په دې توګه یې له دوني څخه د ټېسټ لوبو د ګټنې درجه لوړه ده.
همداشان ویرات کوهلي د پخواني بل لوبډلمشر سراو ګانګولي ریکارډ هم مات کړ،داسې چې ګنګولي په لوبډلمشرۍ کې د ۲۸ لوبو له منځه ۱۱ له کور بهر په نورو هېوادونو کې ګټلې،خو کوهلي په ۲۶ لوبو کې له خپلې خاورې بهر ۱۲ لوبې ګټلې دي.
ویرات کوهلي په ۲۰۱۴ کال کې په داسې حال کې د لوبډلې مشري تر لاسه کړه،چې هندۍ لوبډله د اسټرالیا په سفر تله او اېم اېس دوني له دې فارمټ (ټېسټ) سره رخصت واخیست.د ویرات کوهلي په مشرۍ هندۍ لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې کوربه اسټرالیاوۍ لوبډله په خپل کور کې د درۍ ټېسټ لوبو په لړۍ کې ماته کړه،چې دا سیریز یې دوه ـــ درۍ د هندوستان په نوم کړ.
ویرات کوهلي د یو بهترینه او مسلکي توپ وهونکي په صفت په ډېر لنډ وخت کې د ځینو پیاوړو لوبغاړو ریکارډونه مات کړل،چې نیږدې په هر فارمټ، هر سیریز او هر نړیوال او اسیا جام لوبو کې نوې کارنامي کوي.

دی دا وخت د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې د دری واړه شل اوریز،یو ورځینۍ او پنځه ورځینیو لوبو لپاره د لوبډلې لوبډلمشر دی،چې اوس د ویسټینډیز په سفر بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ