سپورټ نړیوال کرکټ

ویرات کوهلي له محمدنبي عیسی خېل سره په جایزو اخېستلو کې مساوي شو.

ليکنه: سميع الله درانی

په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبغاړي له مهارت او کافي تجربې برخمن دي، په دې لوبوکې بیا محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، شهزاد محمدي، مجیب الرحمن، رحمان الله ګربز او نور لوبغاړي ښه ځلېږي.

خو تازه د کرېک ټرېک وېب پاڼې داسې انځور خپور کړی، چې پکې د محمدنبي عیسی خېل، ویرات کولي او شاهد افریدي څېرې ښکاري.

دغه انځور کې د اسیا دغه درې لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کې تر نورو اسیایي لوبغاړو ښه ځلېدلي او د جایزو اخېستلو شمېر یې هم لوړ دی.

محمدنبي عیسی خېل هغه لوبې چې یې د افغانستان او سوداګریزو لیګونو پرمهال کړي دي، ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی دی ، چې نغدي جایزې او ټرافیانې یې ترلاسه کړي دي.

عیسی خېل چې د ۲۰۱۰ م کال څخه شل اوریزې لوبې پیل کړي دي، ورځ په ورځ یې پرمختګ کړی دی او د افغان لوبډلې ترڅنګ یې په سوداګریزو لیګونو کې هم ډېرې لوبې کړي دي.

نوموړی د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر تر شپږمې نېټې پورې په جایزو اخېستلو کې مخکښ و او د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه ورسره د هندوستان نامتو توپ وهونکی ویرات کولي هم په جایزو کې مساوي شو.

کولي تر دې دمه ۱۱ ځلې په شل اوریزو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزې اخېستې وې او دولسم ځل جایزه یې د ویسټ انډیز خلاف واخېسته او له محمدنبي سره په ریکارډ کې مساوي شو.

شاهد افریدی بیا دریم اسیایي لوبغاړی دی، چې ۱۱ ځلې په شل اوریزو لوبو کې غوره لوبغاړی اعلان شوی او جایزې یې اخېستي دي.

که محمدنبي عیسی خېل د بنګله دېش سوداګریز لیګ پرمهال د غوره لوبغاړي یوه جایزه واخلي؛ نو له ویرات کولي مخکې کېدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی