فبروري 25, 2021

ویرات کولي دریم لوبغاړی شو، چې ۷۰ سلیزې پوره کوي

ليکنه: سمیع الله درانی

د کرکټ په نړۍ کې د سل سلیزو پاچا د هندوستان د کرکټ ماسټر لوبغاړی سچېن ټېنډولکر یادېږي، هغه په ټېسټ لوبو کې ۵۱ سلیزې وهلي، یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۹ سلیزې وهلي، په ټېسټ لوبو کې یې ۶ ځلې ډبل یا غبرګې سلیزې وهلي دي.
یو ځل یې په یو ورځنیو لوبو کې غبرګه سلیزه وهلې ده.
ټېنډولکر په ټېسټ او یو ورځنیو لوبوکې ټولې سل سلیزې وهلي دي او د نړۍ په کچه لومړی توپ وهونکی دی، چې د سل سلیزو ریکارد لري.
سچېن ویلي، چې د نړۍ په کچه به د ده د سل سلیزو ریکارډ ویرات کولي ماتوي.
ویرات کولي په ټېسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې وهلي دي، چې ۷ ځلې یې غبرګې سلیزې جوړې کړي دي.
نوموړي له ټېنډولکر څخه یو ځل غبرګه سلیزه زیاته وهلې ده.

ویرات کولي په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې تر دې دمه ۷۰ سلیزې وهلي دي، کولي ۳۰ سلیزې له ټېنډولکر څخه وروسته دی او یواځې یوه سلیزه له ریکي پونټېنګ څخه وروسته دی.
که چېري ویرات کولي ویسټ انډیز خلاف راتلونکي سیریز کې سلیزه ووهي؛ نو له ریکي پونټېنګ سره به ریکارډ کې مساوي شي او دا ریکارډ به هم ثبت کړي.
ویسټ انډیز د ډېسمبر په ۶ مه نېټه هند ته سفر کوي، چې له هند سره به درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
کولي د نومبر په ۲۲ مه نېټه د بنګله دېش خلاف دوهمه ټېسټ لوبه کې ۱۳۶ منډې وکړې.
د ویرات کولي بل ریکارډ
ویرات کولي لومړی هندی لوبډلمشر شو، چې په پېنک یا ګلابي بال سلیزه وهي.
کولي د نړۍ په کچه دوهم لوبډلمشر شو، چې په ټېسټ لوبو کې زیاتې سلیزې وهي، د سویلي افریقا ګرېم سمېت لومړی لوبډلمشر دی، چې په ټېسټ لوبو کې یې د لوبډلمشر په توګه ۲۵ سلیزې وهلي دي.
ویرات کولي بیا د لوبډلمشر په توګه په ټېسټ لوبو کې ۲۰ سلیزې وهلي دي او دوهم مقام یې خپل کړی دی.