ویرات کولي؛ رېشاب پنټ باید د توپوهنې پراخه ذمه واري واخلي

 

رېشاب پنټ چې د هندوستان په لوبډله کې د ایم ایس ډوني ځای ناستی بلل کېږي، په انګلستان کې د ټېسټ لوبو پرمهال ښه نه دی ځلېدلی او ویرات کولي ترې ګیله من دی.

پنټ په انګلستان کې په پنځو وروستیو ټېسټ لوبو کې یې ټولې ۸۷ منډې کړي دي، چې د هندوستان په څېر لوبډله کې یو با قاعده یا ریګولر توپوهونکي ته بد خبر دی.

د پنټ په اړه د کولي څرګندونې

موږ په ټوله معنا پنټ ته ځای ورکړی دی، څو هغه حالت او وضعیت مطالعه کړي او ذمه واري واخلي.

لکه څنګه چې هر یو په توپوهنه کې ځای لري او توقع ورڅخه کېږي، باید پنټ هم د توقع مطابق لوبه وکړي.

تاسې نه شئ کولای چې هر وهت د یو توپوهونکي په اړه قضاوت وکړئ، تاسې نه پوهېږئ، چې یو توپوهونکی څخه بریالی وي او څه وخت نام وي.

 

نوموړي دا خبرې ځکه کړي چې ښایي څلورمه ټېسټ لوبه کې پنټ د انګلستان پر وړاندې ښه توپوهنه وکړي.

تر دې دمه د هنوما ویهاري او ریوي چندران اشوېن په اړه پرېکړه نه ده شوې، چې ایا څلورمه ټېسټ لوبه کې به د انګلستان پر وړاندې واخیستل شي او کنه.

هند درېیمه ټېسټ لوبه په یوه پاڼۍ او ۷۶ منډو انګلستان ته بایللې، دویمه لوبه بیا هند ګټلې وه او لومړۍ لوبه ډرا شوې ده.

دواړه لوبډلې څلورمه ټېسټ کرکټ لوبه د سپټمبر په دویمه د راتلونکې پنجشنبې په ماسپښین پیلوي.

 

وروستي مطالب