د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سمیع الله درانی
د کرکټ له نړۍ سره چې څوک لږ بلدتیا هم ولري؛ نو د سچېن ټېنډولکر د نوم په اورېدولو سره به ورته د سل سلیزو پاچا مخ ته ودرېږي، ټېنډولکر چې په ۱۹۸۹ م کال کې د هندوستان ملي لوبډلې ته راغلی، ۲۳ کاله یې د هندوستان لپاره کرکټ کړی دی؛ هغه په ۱۵ کلنۍ کې د ډېرې فطري کرکټ وړتیا له امله د هندوستان په لوبډله کې شامل شو او اوس ۴۶ کاله عمر لري.
ده تر ۲۰۱۲ م کال پورې د هندوستان لپاره ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې وکړې.
ټېنډولکر په ۲ سوه ټېسټ لوبوکې ۱۵ زره ۹۲۱ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۲۴۸ سوځېدلې منډې غوره سکور دي.
په ټېسټ لوبو کې یې ۵۱ سلیزې وهلي دي، شپږ ځلې یې ډبل یا غبرګې سلیزې جوړې کړي دي، همدې لوبوکې یې ۶۸ پنځوسیزې هم جوړې کړې دي.
په ټېسټ لوبو کې یې اوسط ۵۳ اعشاریه ۷۹ دی او سټرایک رېټ یا ګذار کچ یې بیا ۵۴ اعشاریه صفر ۸ دی.
په ټېسټ لوبو کې یې ۲ زره او ۵۸ څلوریزې او ۶۸ شپږیزې وهلي دي.
اوس راځو د ویرات کولي د ټېسټ لوبو ریکارډ ته
virat vs tendulkar88 د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
که د نړۍ سټایلېش توپ وهونکي خبره شي؛ نو د هند ویرات کولي په نړۍ کې له ټولو لوبغاړو نمبر وړی دی او بې جوړې لوبغاړی دی.
ویرات کولي ۲۰۱۱ م کال کې د هندوستان لپاره د ټېسټ لوبو پیل کړی دی، ده کابو ۹ کاله ټېسټ کرکټ کړی دی او لا چنګاو دی.
ده ۸۱ ټېسټ لوبې کړي دي، چې ۷ زره او ۵۴ منډې یې پکې جوړې کړي دي، ۲۵۴ ناسوځېدلې یې یوه پاڼۍ کې لوړې منډې دي، چې دا یې د ۲۰۱۹ م کال د اکټوبر په ۱۱ مه نېټه د سویلي افریقا خلاف د هندوستان په پونه ښارکې په دوهمه ټېسټ لوبه کې وکړې.
t د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
ویرات کولي په ټېسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې وهلي دي، چې ۷ ځلې یې غبرګې سلیزې جوړې کړي دي، چې له ټېنډولکر څخه یو ځل ډبل سلیزه زیاته ده.
کولي ۲۲ پنځوسیزې هم وهلي دي، ۷۸۵ یې څلوریزې وهلي او ۲۲ یې شپږیزې جوړې کړې دي.
د کولي اوسط ۵۵ اعشاریه ۱۱ دی او سټرایک رېټ یې ۵۷ اعشاریه ۶۴ دی.
که مونږ دلته د ټېنډولکر او کولي عمر، کرکټ او لوبو ته وګورو، کولي تر ټېنډولکر ۱۱۹ منډې کمې کړي دي او ۱۴ کاله یې هم ترې کرکټ کم دی؛ خو د ویرات کولي اوسط، سټرایک رېټ، ډبل سلیزې او نورې برخې په ټېسټ لوبو کې تر ټېنډولکر ښه دي او لا به د ټېنډولکر د ریکارډ ماتولو پسې مټې رابډ وهي.
اوس د دواړو غوره لوبغاړو د یو ورځنیو لوبو پرتله کوو
koli and tend د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
ټېنډولکر ۴۶۳ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۱۸ زره ۴ سوه او ۲۶ منډې یې پکې کړي دي، اوسط یې ۴۴ اعشاریه ۸۳ دی، ۲ سوه یې لوړې منډې دي.
vksrt2 د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
یو ورځنیو لوبو کې د ټېنډولکر سټرایک رېټ ۸۶ اعشاریه ۲۴ دی، ۴۹ یې سلیزې وهلي، یو ځل یې غبرګه سلیزه او ۹۶ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.
ټېنډولکر ۲ زره او ۱۶ څلوریزې او ۱۹۵ یې شپږیزې وهلي دي.
د ویرات کولي یو ورځنۍ لوبې او ریکارډ یې
vksrt1 د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
ویرات کولي ۲۳۹ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۱۱ زره ۵ سوه او ۲۰ منډې یې پکې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۱۸۳ د پاکستان خلاف لوړې منډې دي.
۶۰ اعشاریه یو یې اوسط دی، ۹۳ اعشاریه ۲۱ یې سټرایک رېټ دی، ۴۳ یې سلیزې او ۵۴ پنځوسیزې ، ۱۰۸۵ یې څلوریزې او ۱۲۰ یې شپږیزې وهلي دي.
ویرات کولي تر ټېنډولکر ۲۲۴ یو ورځنۍ لوبې کمې کړي دي او لا وخت لري، چې د هغه د سلیزو ریکارډ هم مات کړي.
دلته هم په اورېج او هم په اوسط کې کولي تر ټېنډولکر غوره دی.
winning average د ويرات کهولي او سچن ټنډولکر پرتله!
نو که د لوبو پرتلې ته ځیر شو، وبه وینئ چې کولي تر ټېنډولکر ډېر غوره دی او لا کولای شي، چې د کرکټ نړۍ په خپلو زبردستو لوبو حېرانه کړي.
ټېنډولکر هم ویلي چې د کرکټ په نړۍ کې به د هغه د سلو سلیزو ریکارډ هم هندی ویرات کولي ماتوي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.