ویدیت جموال د هالیوود لپاره تیاری نیسي

د باليووډ سېنما اکشن فلمي ستوری ویدیت جموال هاليووډ ته روان دی.

جموال په افغانستان کې د کمانډو په هلک مشهور دی، ځکه د کمانډو فلمونو لړۍ يې بريالۍ ده او خلکو خوښه کړېده.

هندي رسنيو خبر ورکړی چې ويديت په امريکا متحده ايالاتو کې د Wonder Street Entertainment کمپنۍ له لورې انتخاب سویدی.

دی به د بروس لي،جګي چاين او جت لي په څېر د رزمي نړۍ د يو غوره اداکار رول کې خپل کار پيل کړي.

دا د يو هندي لپاره يو بېساری پرمختګ دی ځکه د امريکا ددې معتبرې کمپنۍ سره د توني جا، مايکل جا وايټ،سکاټ اډکينز او دلف لوندګرن په څېر د اکشن فلمونو افسانوي لوبغاړو رولونه تکراروي.

هندي رسنيو داهم ويلي چې جموال شايد نور په باليووډ کې کار ونکړي ،دوی ويلي چې نوموړی د فلم د جوړوونکو کسانو سره اوس په خبرو اترو مصروف دی چې د Action Hero Film په نامه د فلمونو جوړولو پروډکشن جوړ کړي.

نوموړی اوسمهال ۴۰ کلن دی او په ۲۰۱۱ز کې يې په باليووډ سېنما کې قدم کېښود.

وروستي مطالب