د ویتنام هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ له زیاتي مودې وروسته یو ځلي بیا پيل شو، چي له دې سره سم لوبغالي ته زرګونه مینوال ورغلي وه.
د راپورونو له مخي د کرونا ویروس له خپرېدو او پراختیا سره سم د نورو لیګونو ترڅنګ د ویتنام هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ هم وځنډېد.
د ویتنام حکومت د چین له ګاونډیتوب سره ـ سره د کرونا ویروس په وړاندي دومره ښه مبارزه وکړه، چي په کرونا د اخته کسانو شمېر یې تر ۱۰۰۰ وانه وښت.
په همدې موخه د دې هیواد د فوټبال لیګ بیرته پيل شو او په زرګونه مینوال د روغتیا سازمان له سپارښتونو پرته څنګ په څنګ په لوبغالي کي کښېناستل او لوبه یې له نژدې وکتله.
د ویتنام هیواد چارواکي وايي، چي د یاد لیګ د بیا پیلېدو په لومړۍ لوبه کي ۳۰ زره مینوالو د واټن ساتلو پرته په لوبغالو کي خپلي لوبډلي هڅولې.
تر دې مخکي د مجارستان هیواد د فوټبال په حذفي ټورنمنټ کي هم په زرګونه مینوال لوبغالي ته ورغلي وه او هیڅ واټن یې نه وو مراعت کړی.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي