ويښتان په هره میاشت کې دوولس ملي مترو پورې وده کوي!

ډېری خلک په دې اند دي، چې د ښو وېښتانو درلودلو لپاره د وېښتانو مینځل او د بېلابېلو شامپوګانو کارول غوره کار دی. خو د ښو وېښتانو درلودلو لپاره ښه لاره دا ده، چې د حمام پر ځای پخلنځي ته لاړ شئ!
په خلکو کې یو عام خبره دا ده، چې ویښتان د انسان نیم ښایست دی، او دا خبره تر ډېره رښتیا ده، ځکه ویښتان د انسان په ښکلا کې یو خاص جذابیت لري. په عادي ډول هره میاشت کې له شپږو نیولې تر ۱۲ ملي مترو پورې وده کړي.

د ښو وېښتانو درلودلو لپاره ۵ غوره خوړنیز توکي په دې لیکنه کې ښودل شوي دي:

۱ـ د ماهي/ کب غوښه :
د ماهي غوښې په ګډون هر هغه خوړنیز توکي، چې اوسپنه لري ټول د غوره وېښتانو د درلودو لپاره ښه دي.

۲ـ سبزیجات:
پالک او هغه سبزیانې چې د A او C وېټامینونو لرونکې دي زموږ په بدن کې د یوې ځانګړې مادې په جوړلو کې رول لري، چې د دې مادې اصلي دنده د ویښتانو نرم ساتل دي.

۳ـ حبوبات/ غلې دانې:
د عدس، لوبیا او دال په څېر حبوبات، چې پروټین او وسپنه لري، د دې لامل کېږي چې وېښتان مو ښه وده وکړي او په همدې ډول له ماتېدو څخه وژغورل شي.

۴ـ سلینیوم :
سلینیوم له معدني موادو څخه تر لاسه کېدونکې کیمیاوي ماده ده ،چې د وېښتانو په سلامتیا کې رول لري. سلینیوم په بادام او پسته کې پرېمانه پېدا کېږي.
د سلینیوم له کموالي سره وېښتان په غیر طبیعي ډول په رېزش او تویېدنې پیل کوي.

۵ـ هګۍ:
هګۍ د پروټینو بډايه سرچینه ګڼل کېږي، او همدا رنګه د بیوتین او ویټامین B12 څخه برخمه ده، چې د وېښتانو او پوستکي په روغتیا او ښکلا کې کې مرسته کولی شي.
ډېری خلک د ویښتانو پریمینځلو لپاره د هګۍ څخه کار اخلي او د شامپو پر ځای ویښتانو ته هګۍ کاروي، چې په دې کار سره ویښتان طبیعي ځلا پيدا کوي.

 

وروستي مطالب