ويسټ انډيزۍ لوبډله سريلانکا ته د تګ چمتوالی نيسي.

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان، هندوستان او ايرلينډ سره تر لوبو وروسته ويسټ انډيزۍ لوبډله سريلانکا ته ځي.
د ويسټ انډيز کريکټ بورډ وايي ۱۵ کسيزه لوبډله يې چمتو کړې تر څو د يو ورځنيو لوبو لپاره سريلانکا ته سفر وکړي.
ويسټ انډيز او سريلانکا ۲ تمريناتي،۳ يو ورځنۍ او ۲ شل اووريزي لوبي کوي.
د ويسټ انډيز ۱۵ کسيز سکواډ د راتلونکي شنبې په ورځ سريلانکا ته ځي،تمريناتي کمپ کوي او لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د فيبروري په ۲۲مه نيټه ترسره کوي.
د کيرن پولارد په لوبډلمشرۍ سره ډرن براوو،شيلډن کټريل، فابين الن، سونيل امبريس، روسټن چيس، جيسن هولډر، شی هوپ، الزاري جوزپ، برانډن کينګ، کيمو پاول، نيکولاس پوران، رومان پوول، روماريو شيپرډ او هيډن والش هغه لوبغاړي دي چي د يو ورځنيو لوبو د سکواډ په نوملړ کي راغلي.

ايوين ليويس او شيمرون هيټماير په يوو يوو ازموينه کي پاته راغلي نو ځکه د سريلانکا په وړاندي راتلونکو لوبو لپاره چانس ندی ورکړل سوی.
د ويسټ انډيز کريکټ بورډ د غوراوي کميټې مشر روګر هار پر وايي:
(( موږ په کافي ډول غوره لوبډله اعلان کړه،هغه لوبډله چي د افغانستان او هندوستان په وړاندي لوبيدلې.
که څه هم سريلانکايي لوبډله پخپل کور کي ډيره قوي ده او لوبي به سختي وي خو موږ به د سيريز ګټلو په هدف لوبه کوو ترڅو رينکينګ کي لوړ ولاړ سو.))
د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ تمريناتي لوبي د رواني مياشتي په ۱۷ او ۲۰ نيټو ترسره کيږي،همدارنګه يو ورځنۍ لوبي د فيبروري په ۲۲ او لومړۍ شل اووريزه لوبه د مارچ په څلورمه نيټه پيليږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي